افغانستان
پاکستان: د کرکت نړیوال جام په تمریناتي لوبه کې له افغانستان سره نهلوبېږو
د پاکستان کرکت بورد غواړي، چې د روان کال د نړیوال جام په روزنیزه لوبه کې د افغانستان پر ځای له کومې بلې لوبډلې سره لوبه وکړي.
د پاکستان کرکت بورد غواړي، چې د روان کال د نړیوال جام په روزنیزه لوبه کې د افغانستان پر ځای له کومې بلې لوبډلې سره لوبه وکړي.
جیو نیوز څرګنده کړې؛ د پاکستان کرکت بورد د کرکت له نړیوالې شورا غوښتي، چې له نړیوال جام له لوبو مخکې له افغانستان سره د روزنیزې لوبې بڼه بدله کړي.
د پاکستان کرکت بورد غواړي؛ د نړیوال جام په روزنیزه لوبه کې د افغانستان پر ځای یوه داسې غیر آسیایي لوبډله ولوبوي، چې پاکستان ته ګټهوره وي.
د پاکستان کرکت بورد په ډاګه کړې: پاکستان به له افغانستان سره په آسیا جام کې، چې له نړیوال جام مخکې ترسره کېږي؛ لوبه کوي، نو له همدې کبله په نړیوال جام کې له دې لوبډلې سره لوبېدل به ورته ګټه ونهلري.
د افغانستان کرکت بورد تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.