افغانستان

کابینې د وږي ۹مه عمومي رخصتي اعلان کړه

د افغانستان اسلامی امارت د کابینې ۳۵مه غونډه د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د غبرګولي په ۲۳مه نېټه تر سره شوه.

د افغانستان اسلامی امارت د کابینې ۳۵مه غونډه د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د غبرګولي په ۲۳مه نېټه تر سره شوه.

په دغه غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د وږي ۹مه له افغانستان څخه  د وروستي امریکايي سرتېري د وتلو ورځ په کليزه کې رسمي رخصتي بلل کېږي او د کار او ټولنیزو چارو وزارت یاده طرحه د نوي هجري قمري کال له پیل سره تایید ده.

په غونډه کې همدارنګه په بدخشان ولایت کې د ورېښمو لارې د سړک له اساسي جوړولو (قیر کولو) ته اړتیا لرونکو برخو پرته د نورو ځایونو د جوړولو لپاره برابره شوې طرحه تائید ده او د کابینې د ۱۴مې ګڼې مصوبې پر اساس، اړوند ادارې باید په دې تړاو اړینې کړنې ترسره کړي.

د کابینې په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د کابل سیند او نورو نامناسبو ځایونو کې د فاضلاب ټانکرونو د تخليې مخه باید ونیول شي، په همدې موخه د چاپیریال ساتنې ملي ادارې په مشرۍ د ماليې، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، اوبو او انرژۍ او د کور او ښار جوړولو وزارتونو او د کابل ښاروالۍ د استازیو په ګډون پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې په دې اړه مناسب ځایونه په ګوته او حل لارې ورته ومومي.

د کابینې په دې ناسته کې د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمیسیون ته دنده وسپارل شوه، چې د بلخ مرکز کې د کود او برق شرکت اړوندو اپارتمانونو موضوع، چې تر اوسه د یادې فابریکې د پخوانیو کارکوونکو په تصرف کې دي، په اصولي توګه حل کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *