د چین له سفیر سره د بانکي اړیکو په اړه خبرې
د افغانستان بانک سرپرست د چین له سفیر سره د بانکي اړیکو او سوداګریزو همکاریو په اړه خبري کړې دي.که څه هم د چین ځينې سوداګر لېوالتیا لري چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د افغانستان بانک سرپرست د چین له سفیر سره د بانکي اړیکو او سوداګریزو همکاریو په اړه خبري کړې دي.که څه هم د چین ځينې سوداګر لېوالتیا لري چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
اوس د افغانستان بانکي سیسټم د نړيوالو بندیزونو، د افغانستان بانک د شتمنۍ د کنګلتیا له امله د نغدو پيسو لږوالی او د نورو بانکي پروګرامونو د محدودوالي له امله له ډېرو ستونزو سره مخامخ دی.
د دې ترڅنګ چي د چین حکومت په کابل کي د خپل سفارت دروازې پرانیستې پرې اېښي دي. چین په دې وروستیوو کي له افغانستان سره د پراخو اقتصادي اړیکو لېوالتیا ښوولې ده.
د چین ځيني سوداګر وايي په افغانستان کې په ځانګړي ډول د کانونو په برخه کې پانګوني ته د فرصت په لټه کې دي.
د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري رویټرز خبري اژانس ته وېیلي چي په دې اړه لیدنه د پنجشنبې په ورځ «۱۵جون۲۰۲۳» د چین سفیر وانګ یو او د افغانستان بانک سرپرست ملا هدایت الله بدري ترمنځ په کابل کي وشوه.
نوري زیاته کړې ده: «په دې لیدنه کي ځيني مسایل لکه: اقتصاد، بانکي اړیکي، سوداګري او پر ځينو نورو موضوعګانو باندې خبرې وسوې.» په دې اړه تراوسه د چین د باندنیو چارو وزارت رویټرز اژانس ته څه نه دي وېیلي.
هدایت الله بدري،چې د روان کال د مارچ ترمیاشتي پورې يې د مالیه وزارت سرپرستي کوله، د اقتصادي کمېسيون مشر هم دی.