افغانستان

ملل متحد :په نړۍ کې د کډوالو شمېر ۱۱۰ میلیونو ته رسېدلی

تاند (چهارشنبه، د جوزا ۲۴ مه) ملګروملتو پرون (چهارشنبه) په یوه راپور کې وویل چې حاضردمه په درسته نړۍ کې لږترلږه ۱۱۰ میلیونه انسانان کډوال دي چې دا تر بل هر وخت زیات شمېر دی.

تاند (چهارشنبه، د جوزا ۲۴ مه) ملګروملتو پرون (چهارشنبه) په یوه راپور کې وویل چې حاضردمه په درسته نړۍ کې لږترلږه ۱۱۰ میلیونه انسانان کډوال دي چې دا تر بل هر وخت زیات شمېر دی.

د ملګروملتو په راپور کې ویل شوي چې دا کسان د جګړو، کورنیو شخړو او نورو عواملو له کبله د خپلو اصلي مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.راپور د سوډان جګړې ته په اشارې وايي چې دې جګړې وضعیت لا خراب کړی دی.

تېر کال پر اوکراین د روسیې د یرغل له کبله او همداراز د افغانستان اوسنیو شرایطو د کډوالو د شمېر له زیاتېدو سره مرسته کړې ده.

د ملګروملتو د کډوالو لویې کمیشنرۍ د تېر میلادي کال په پای کې د کډوالو شمېر ۱۰۸ میلیونه او ۴ لکه اعلان کړی و.

دا شمېر د کډوالو د شمېر په اړه د ۲۰۲۱ په پای کې تر اعلان شوي شمېر ۱۹ میلیونه او سل زره زیات دی.

د سوډان کورنۍ جګړه، چې د دوو سیالو ډ‌لو ترمنځ روانه ده، په مې میاشت کې د پناه غوښتونکو او بې ځایه شویو شمېر ۱۱۰ میلیونو ته ورساوه.

د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنري ريیس فیلیپو ګراندې په جینیوا کې یوې خبري غونډې ته د خبرو په مهال په دې خواشیني وښوده چې د کډوالو شمېر تر تېر کال ډیر شوی.

ده زیاته کړه:«موږ ۱۱۰ میلیونه داسې کسان لرو چې د نښتو، ځورونو، تبعیض، تاوتریخوالو او اقلیمي بدلونونو په شمول په بیلابیلو دلایلو د خپل ژواک له ځایونو تښتېدلي دي.»

د ملګروملتو په راپور کې د هغو هیوادونو د لیست په سر کې درې هیوادونه زموږ د سیمې ښودل شوي؛ لکه ایران، ترکیه او پاکستان.  په راپور کې راغلي چې اوس ۳ میلیونه او ۶ لکه کډوال په ترکیه، ۳ میلیونه او ۴ لکه په ایران، ۲ میلیونه او ۵ لکه په کولمبیا، ۲ میلیونه او یولک په جرمني، او ۱ میلیون او ۷ لکه په پاکستان کې مېشت دي.

که څه هم په راپور کې نه دي ویل شوي چې د کوم هیواد زیات وګړي مهاجر دي خو دې ته په پام چې په ایران او پاکستان کې د مېشتو کډوالو شمېر تر پنځو میلیونو زیات ښودل شوی او د هغو کابو ټول افغانان دي، ویل کېدای شي چې افغانان به تر بل هر ملت زیات کډوال وي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *