افغانستان

د ستنډرډ ملي ادارې ۷ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران ته مسترد کړل

د سټنډرډ ملي ادارې ایران هېواد ته د ۷ ټانکره بې کیفیته تېلو د بېرته مسترد کولو خبر ورکړی دی.

د سټنډرډ ملي ادارې ایران هېواد ته د ۷ ټانکره بې کیفیته تېلو د بېرته مسترد کولو خبر ورکړی دی.

د یادې ادارې ویاند عاشق الله وزیري باختر اژانس ته وويل، یاده اندازه تېل، چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود د فراه ولایت په ۷۸ میل بندر کې بېرته ایران ته مسترد کړي دي.

وزیري زیاته کړه، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کیفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د سټنډرډ ملي ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي، کنه  نو له ورته قانوني چلند سره به مخ شي.د یادونې وړ ده، چې یادې ادارې تر دې وړانډې هم هېواد ته د سلګونه ټانکره بې کیفیته نفتي توکو د واردېدو مخنیوی کړی وو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *