افغانستان

مولوی سراج الدین حقاني: ملت دې نور هم سره متحد شي

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر مولوی سراج الدین حقاني د هېواد له بهر میشتو افغانانو غوښتي، چې راستانه شي او ملت نور هم متحد کړي.

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر مولوی سراج الدین حقاني د هېواد له بهر میشتو افغانانو غوښتي، چې راستانه شي او ملت نور هم متحد کړي.

د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ سراج الدین حقاني د دوشنبې پر سهار (دغبرګولي ۱۵) د بلخ ولایت له چارواکو، عالمانو او قومي  مشرانو سره د دغه ښار د ولایت مقام په تالار کې وکتل.

سراج الدین حقاني دغې غونډې ته د وینا پر مهال وېیلي: دښمنان د افغانانو د وېشلو لپاره ډېرې دسیسې جوړوي؛ خو دلته د تعصب رېښې هېڅکله ولسي نه‌وې، بلکې پردیوو راته راوړي او یوازې سیاسي جنبه یې درلوده.

د افغانستان دښمنانو هڅه وکړه، چې هېواد ووېشي؛ خو د شمال مجاهدينو او د ملي یووالي ژورو رېښو ثابته کړه، چې موږ متحد ملت یوو. زموږ واقعي حالت همدا دی، چې له پنجشېره د پکتیکا زلزله ځپلیو ته او له روزګانه د بدخشان د طبیعي افتونو له کبله اغېزمنو خلکو ته د مرستې لاسونه ور وغزېدل. زموږ وحدت طبیعي دي، افغانان په عقایدو او باورونو کې ژورې رېښې لري.

په دې کتنه کې د بلخ ولایت مرستیال مولوي ابو ادریس نوموړي ته د ښه راغلاست تر څنګ څرګنده کړې، چې دا د بلخ ولایت د مجاهدینو د سرښندنو او د الله تعالی د لوی فضل او رحمت پایله ده، چې موږ مشران په خپل منځ کې وینوو.

هغه زیاته کړې؛ مونږ د اسلامي نظام په رامنځته کولو کې سترې قربانۍ ورکړي او اوس د نظام بقا د ایماندارۍ، صداقت او یووالي قربانیو ته اړتیا لري. موږ یو ملت یوو او باید نور هم سره متحد شو.

د بلخ ولایت د عالمانو شورا رییس شیخ محمد سعد هاشمي په غونډه کې د وینا پر مهال وېیلي: امنیت ته په ټولو ادیانو، دولتونو او ولسونو کې لومړیتوب ورکړ شوی دی. د اوسني امنیت امتیازات اسلامي امارت ته منسوبېږي، باید د اسلامي امارت هڅې په ملي او نړیواله کچه وستایل شي.

سراج الدین حقاني د سخي صاحب د مزار د بیارغونې او د روضې د انګړ د دیني مدرسې لپاره د کتابتون په جوړولو کې د مرسته ژمنه وکړه. دغه راز د روضې په انګړ کې جوړ شوي تاریخي موزیم ته د کندهار والي حاجي وفا ځانګړې پاملرنه وستایل شوه او د ځینو ستونزو د حل لپاره یې له ځینو مشورې برخمن کړل.

د غونډې په پای کې کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په ډاګه کړه: موږ هغه مهال د حکومت واک تر لاسه کړ، چې هر څه ګډوډ ول، دغه جنجالي حالت مصروفه وساتلو؛ نو، له همدې کبله مې پر ځنډ د راتګ عذر ومنئ.

هغه افغانان، چې تبلیغاتو او پروپاګند وډار کړل، وطن یې پرېښود؛ بېرته دې راستانهٔ شي؛ ځکه دا وطن د ټولو ګډ او د امن کور دی.

دغه راز سراج الدین حقاني په خپلو خبرو کې د جهاد خاطرو ته په نغوته کې څرګنده کړه: د جهاد په پیل کې ډېرو خلکو د وسله‌والې مبارزې پر ځای د سازش د طریقو کارول راته پر ګوته کول، خو د مجاهدينو د قربانۍ او استقامت له کبله په ټولو ازمايښتونو کې بريالي شوو.

د کورنیو چارو وزیر یو ځل بیا خلکو ته د عمومي عفوې یادونه وکړه.

هغه زیاته کړه: “امیر المومنین [د اسلامي امارت مشرتابه ] د سولې لپاره عمومي بښنه اعلان کړه او له بښنې وروسته که څوک سرغړونه وکړي؛ د شریعت له مخې ورسره چلند کیږي.

د کورنیو چارو وزیر همدا راز امنیتي ځواکونو ته د دسپلین د ساتلو سپارښتنه وکړه او ویې ویل، چې د نظام بقا په ښو اخلاقو کې نغښتې ده.

هغه مجاهدینو ته سپارښتنه وکړه: د نظام بقا په ښو اخلاقو کې ده؛ قدرت او مقام کله کله په انسان کې تکبر او غرور پیدا کوي، په غرور کې د انسان عقل او فکر له منځه ځي. امیرالمؤمنین حفظه الله به راته ویل، چې له ښو اخلاقو پرته بل څه نه‌لرو او باید له خپلو ماتحتانو سره ښه چلند وکړو.

سراج الدین حقاني د اسلامي امارت د مشرتابه پیغام هم ځواکونو او د بلخ چارواکو ته داسې په ډاګه کړ:

مجاهدینو ته مې پیغام دا دی، چې شپه او ورځ د ولس په خدمت کې اوسئ. حتا هغه مجاهدین، چې په رسمي توګه په دندو کې نه‌دي؛ د الله تعالی او رسول پر وړاندې مسوولیت لري، چې د نیکو اعمالو له لارې او پر لوړو اخلاقو د مجاهدت عالي صفاتو ته پابند پاتې شي.

هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې زمونږ نظام ټولګډونه دی، قومي مشرانو، عالمانو او نورو مسلکي کادرونو ته هم د خدمت په برخه کې زمینه برابره کړئ.

سراج الدین حقاني دا هم ویلي: عالمان زمونږ معنوي او روحاني رهبران دي او د هغوی په لارښوونه کې د دنیا او اخرت کامیابي نغښتې ده. زمونږ په ګټه او تاوان کې ولس را شریک دی.

هغه په پای کې په ډاګه کړه: د پردیو د فرهنګ له تسلط څخه د ځوانانو د ژغورلو لپاره باید خپل اسلامي او افغان فرهنګ او فکر ته وده ورکړو او داسې محبوب یې کړو، چې خلک یې پخپله ومني.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *