گزارش

د افغانستان برېښنا شرکت وروستۍ لاسته راوړنې

د افغانستان برېښنا شرکت رهبري د وروستیو عمده مهمو او لویو، کارکړنو او لاسته راوړنو رپوټ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې له رسنیو سره شریک کړ.

معاذ

د افغانستان برېښنا شرکت رهبري د وروستیو عمده مهمو او لویو، کارکړنو او لاسته راوړنو رپوټ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې له رسنیو سره شریک کړ.

دغه راز یې د افغانستان برېښنا شرکت د انجنیرانو په مټ د ۱۷۰ کیلومترو په اوږدوالي د یوې نیمې میاشتې په لړ کې او د ۳.۵ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د کجکي – کندهار ۱۱۰ کیلوولټ مزي ورغولو او ددې مزي د انرژۍ لېږد ظرفیت له ۳۰ څخه ۸۵ میګاواټو ته لوړ شو.

پداسې حال کې چې پخوا ددې مزي رغولو په موخه له یوې بهرنۍ کمپنۍ سره خبرې شوې وي، چې هغې کمپنۍ ددې مزي د نوي کېدو په موخه ۲۰میلیونه امریکایي ډالره لګښت اټکل کړی وو، چې برېښنا شرکت ته ۱۶.۵ میلیونه امریکایي ډالره ګټه رسېدلې ده.

صنعتي پارکونو ته د ډاډمنې برېښنا برابرولو لپاره کابل کې د جمعه محمد محمدي، ده سبز، چمتلې او ارغندي صنعتي پارکونو په شمول د ننګرهار ولایت صنعتي پارکونو د برېښنا مزي له رهایشي مزو څخه جلا شول، چې په دې کار سره د یادو صنعتي فابریکو برېښنا ډاډمنه او د برېښنا مسیر کې پرچاویو ستونزې حل شوې.

د افغانستان برېښنا شرکت رهبري د خپلو هڅو په دوام وتوانیدل چې د برېښنا اړوند لویو پروژو د پاتې کارونو د بشپړولو له جملې د غزني – کندهار۲۲۰ کیلوولټ لېږدونکي برېښنا مزي مهمې پروژې چارې پیل او د ۱۲۰ پایو تهدابونو د ساختماني چارو تړون د ۲.۲ میلیون ډالرو په ارزښت له یو خصوصي شرکت سره لاسلیک کړي.

د افغانستان برېښنا شرکت د خپلو تخنیکي انجنیرانو په مټ د برېښنا تولید کورنیو دستګاوو (برېښنا تولید بندونو) د بیارغولو په برخه کې هم د پام وړ لاسته راوړنې لري، چې کولای شو د نغلو برېښنا تولیدي فابریکې یادونه وکړو، چې د ګیلابي دروازه یې له ۳۸ کلونو راهیسې غیر فعاله وه، د برېښنا تخنیکي ټیم د ۲ سوه زره افغانیو په لګښت بېرته فعاله کړه، چې په کال کې ډیری رسوبات د دغې دروازې له لارې وېستل کېږي، که دا کار د بهرنۍ کمپنۍ لخوا ترسره شوی وی نو ۱۳میلیونه ډالره لګښت به یې درلوده.

د ماهېپر برېښنا تولید فابرېکې دوهم ټوربین جنراتور په اساسي ډول ترمیم او فعاله کړ، اوس د اوبو په موجودیت کې نورمال ډول ۲۲ مېګاواټه برېښنا تولیدولای شي، په داسې حال کې چې پخوا یې یوازې یو ټوربین فعاله وه، اوس دغه فابرېکه کولای شي ۴۴ مېګاواټه برېښنا تولید کړي.

دغه راز د برېښنا شرکت تخنیکي ټیم د درونټې برېښنا تولیدي دستگاه دوهم ټوربین، چې د څو کلونو راهیسې غیر فعاله وه ترمیم کړ، چې اوس د اوبو په موجودیت کې کولای شي په نورمال ډول ۳.۸ مېګاواټه برېښنا تولید کړي، پخوا ددې فابرېکې تولید ۷.۶ مېګاواټه وه اوس ۱۱.۴ مېګاواټو ته لوړ شو.

د برېښنا تخنیکي ټیم د برېښنا تولیدي آبي دستگاوو (آجر دره د ۵۰ کیلوواټ په مجموعي ظرفیت، استالف د ۱۴۴ کیلوواټ په ظرفیت، چاریکار د  ۸۰۰ کیلوواټ) ټوربین جنراټورونه رغولي، چې د دغو فابریکو په بیارغونه او ترمیم سره د اوبو ماشینونو د تولید ظرفیت شاوخوا یو میګاواټ ته لوړ شوی دی.

همدارنګه د برېښنا شرکت ۱۴۰۱ کال کې د بِل شوې انرژۍ په پرتله د را ټولو شویو عوایدو کچه % ۲.۵ زیاته شوې ده (بِل شوې انرژي ۳۱میلیارده او ۳۷۴ میلیونه افغانۍ او راټول شوي عواید ۳۲ میلیارده او ۸۵ میلیونه افغانۍ دي).

همدارنګه د دولتي ادارو د۱۴۰۱ کال پورونو له جملې څخه شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانۍ حصول شوې.

د برېښنا شرکت هرات، بلخ، کندز، کندهار، پروان او ننګرهار ولایتونو، د برېښنا لوی مصرفوونکي (LPU) پېرودونکي وڅېړل شول، چې مېټرونو یې عوارض درلوده ددې څېړنو په پایله کې له ۱۰۲ میلیونو افغانیو څخه زیاتې د برېښنا لګښت جبران پیسې، نوموړو پېرودونکو باندې وراضافه او ترلاسه شوې.

بل لور ته د برېښنا بيلونو سیسټم کې د ۳۷۵۵۰ په شاوخوا کې مېټرونه ثبت شول، دا مېټرونه پخوا ( د ټول هېواد له فتحې وړاندې) د ا.ا.ا د برېښنا محترم کمېسیون له خوا وېشل شوې وه چې له فتحې وروسته دغه میټرونه د چارو د روڼتیا په موخه سیستم کې ثبت کړل شول.

د اس برېښنا بِلنګ سیسټم جوړول او عملي کول: اس برېښنا یو ډېجيټل سیسټم دی، چې د افغانستان برېښنا شرکت تخنېکي ټیم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په ګډه همکارۍ ډیزاین او جوړ کړی دی، چې په ۲۸ ولایتونو کې ترې کار اخیستل کیږي او د برېښنا بِلونو د پیسو ورکړه د بانکونو له لارې په آنلاین ډول ترسره کېږي چې دې چارې له ادارې فساد څخه مخنیوی کړی او د پېرودونکو چارې یې ګړندۍ کړي دي.

  • د اس برېښنا سیسټم جوړولو سره د میلیونونو ډالرو لګښت څخه چې نورو هېوادونو ته ددې د سیسټم جوړولو او د هغه فعاله ساتنې په موخه ورکول کېدې مخنیوی شوی او په پشپړه توګه د افغانستان برېښنا شرکت په واک او اختیار کې ده.
  • ددې سیسټم له لارې کولای شو د برېښنا بِل ورځني فعالیتونه په ژوندۍ بڼه وګورو.
  • پېرودونکو ته د ښو برېښنايي خدمتونو او هوساینې په موخه، د پېرودونکو لپاره اړونده برېښنايي فورمونه او پروسې مو ساده کړي.

دغه راز د افغانستان برېښنا شرکت د ۱۴۰۱ کال په لړ کې ګاونډیو هېوادونو (ازبکستان ته ۹۴ میلیونه، تاجکستان ته ۹۶ میلیونه، ترکمنستان ته ۴۷.۹ میلیونه او ایران ته ۶۲.۹ میلیونه ډالر) د وارداتي برېښنا پیسې ورکړې دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *