فرهنگی

د پښتو ژبې ۵ ډوله یاګانې

چې ترمخه توری یې زور ولري، یا ساکن او یا الف وي او نارینه (مذکر) نومونو، صفتونو او فعلونو کې راځي. لکه:سړی، لرګی، منګی، پټی، غمی، خټکی، چای، ځای او نور...

۱- بې ټکو یا نارينه (ی) :
چې ترمخه توری یې زور ولري، یا ساکن او یا الف وي او نارینه (مذکر) نومونو، صفتونو او فعلونو کې راځي. لکه:سړی، لرګی، منګی، پټی، غمی، خټکی، چای، ځای او نور…
۲ــ څرګنده (ي):
چې تر مخه توری یې څرګند زېر ولري او د ځینو نارينه نومونو او صفتونو په جمع کې، ځینو صفتونو، د ځینو درېیم کس (غایب) فاعل فعلونو کې او د ځینو سماعي مونثو نومو کې راځي.
لکه:سړي، لرګي، سوټي، ننګيکالي، والي، ښادي، ګوري، ځي، راځي، وروري، خپلوي، دوستي.
۳ــ لکۍ لرونکې (ښځینه) (ۍ):
په ښځینه نومونو کې راځي. د مخه توری یې زورکی لري او د جملو په پای کې راځي.
لکه:سپوږمۍ، ، ابۍ، کوچۍ، شړۍ، څپلۍ، کابلۍ.
۴ـ اوږده (ې):
په ښځینه نومونو او صفتونو کې راځي او دمخه توری یې اوږد زېر لري. لکه:
ادې، شړومبې، سرې، اوږدې، تروې، خوږې، شیدې.
۵ـ همزه لرونکې یا امریه (ئ):
د مخه توری ېې زورکی لري تلفظ یې د لکۍ لرونکې (ۍ) په څېر دی خو دا په جمع فعلونو او امر کې راځي.
لکه:خورئ، څښئ، راځئ، اورئ، ولیکئ، راشئ، وڅښئ، مه کوئ، وګورئ، واورئ.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن