جهان

زېلېنسکي په ناڅاپي سفر بریتانیا ته تللی

د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي له ایټالیا،‌ جرمني او فرانسې وروسته بریتانیا ته ناڅاپي‌ سفر کړی او له لومړي وزیر ریشي سوناک سره يې ليدلي دي.

د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي له ایټالیا،‌ جرمني او فرانسې وروسته بریتانیا ته ناڅاپي‌ سفر کړی او له لومړي وزیر ریشي سوناک سره يې ليدلي دي. دا په داسې حال کې ده چې بریتانیا د پنجشنبې پر ورځ اعلان وکړ چې اوکرایین ته د روسیې یرغل پر وړاندې مقابلې لپاره اوږد واټنه توغندي ورکوي. ولودمیر زېلېنسکي‌ هم د دې لپاره له لوېدیزو مشرانو سره پر لیدنو بوخت دی، چې اوکرایین سره پوځي ملاتړ زیات کړي.‌ هغه پر ټویټر لیکلي «چې خبره زموږ د ځمکني او هوايي‌ وړتیاو پراختیا ته راځي، بریتانیا پکې مخکښه ده. دا همکاري به نن دوام وکړي.» د بریتانیا د لومړي‌ وزیر دفتر وايي چې د اوکرایین د جګړې «مهم» پړاو دی او دا چې «موږ باید دوی [اوکرایین] ناهیلی نه کړو.»

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *