افغانستان

په پکتیا کې ۷۷ امریکایي بریټا تومانچې ضبط شوې دي

د پکتیا د امنیې قوماندانۍ مسئولین وایي، چې ځواکونو یې د دغه ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې ۷۷ میله تومانچې کشف او ضبط کړې دي.

د پکتیا د امنیې قوماندانۍ مسئولین وایي، چې ځواکونو یې د دغه ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې ۷۷ میله تومانچې کشف او ضبط کړې دي.
د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره شپه د ډنډ پټان ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د ګزمې پر مهال ۷۷ میله امریکایي بریټا تومانچې چې په غیر قانوني ډول قاچاق کېدلې کشف او ضبط کړې دي.
د مسئولینو په خبره قاچاق کوونکي له سیمې تښتېدلي او د نیولو هڅې یې روانې دي.
د یادونې وړ ده، چې ضبط شوې تومانچې د دغې ولسوالۍ د تروریزم پر وړاندې د مبارزې آمریت ته انتقال شوې دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *