افغانستان

د بغلان په ده صلاح ولسوالۍ کې لرغونې کلا کشف شوه

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمریت له لوري د یاد ولایت په دهصلاح ولسوالۍ کې یوه لرغونې کلا چې اوږده تاریخي مخینه لري کشف او سروې شوه.

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمریت له لوري د یاد ولایت په دهصلاح ولسوالۍ کې یوه لرغونې کلا چې اوږده تاریخي مخینه لري کشف او سروې شوه.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي چې د یوه پلاوي په ملتیا دهصلاح ولسوالۍ ته سفر کړی د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې دغه ریاست یوه لرغونې کلا چې اوږده مخینه لري په دهصلاح ولسوالۍ کې کشف کړه.
هاشمي زیاته کړه چې د هصلاح ولسوالۍ د تل غازي په سیمه کې « د میرغازي بېک» په نامه یوه لرغونې کلا کشف او تر کشف کېدو وروسته سروې شوه.
ورته مهال د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر مولوي عزت میرحقاني د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې دا لرغونې کلا چې د اسلام دورې پورې تړاو لري، د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د لرغونپوهانو د څېړنو په پايله کې په دهصلاح ولسوالۍ کې پېژندل شوې ده.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *