فرهنگی

ټېک ټاک د بریتانوۍ خبریالې جاسوسۍ لپاره د هغې د پيشو اکونټ کارولی

له کرسمس دوې ورځې مخکې، ټېک ټاک په لندن کې مېشتې خبریالې کریسټینا کرډل ته وویل چې په چین کې د شرکت دوو کارکوونکو او دوو امریکایي کارکونکو د دې شخصي حساب یا ډیټا د هغې له اجازې او پوهاوي پرته ترلاسه کړی.

له کرسمس دوې ورځې مخکې، ټېک ټاک په لندن کې مېشتې خبریالې کریسټینا کرډل ته وویل چې په چین کې د شرکت دوو کارکوونکو او دوو امریکایي کارکونکو د دې شخصي حساب یا ډیټا د هغې له اجازې او پوهاوي پرته ترلاسه کړی.
هغه وايي «دا ډېره وېروونکې او لویه شخصي سرغړونه وه. هغه مهال زه په خپل ټاټوبي کې له خپلې ځوانې خور او تره زوی سره وم چې هر وخت ټېک ټاک کاروي. دوی هم سخت اندېښمن شول.»
کریسټینا د فایننشل ټایمز لپاره د ټکنالوژۍ خبریاله ده، څه چې دې ته پېښ شوي، هغه څه دي چې ټېک ټاک او اصلي شرکت یې، بایټ ډینس په تېرو وختونو کې رد کړي دي.
ټېک ټاک تایید کړې چې د دوی د داخلي پلټنې څانګې غړو د هغې له ‹ای پي› ادرس د کریسټینا موقعیت ترلاسه کړی. ای پي پته د وسیلې ځانګړې شمېر ته اشاره کوي چې د کاروونکي معلومات پکې وي.
د ټېک ټاک کارکوونکو د هغې د فعالیتونو په اړه په پټه معلومات ترلاسه کول چې له چا سره ناسته کوي.
ویل شوي د ټېک ټاک کار کوونکو په دې کار کې له خپل واکه تېری کړی او د لوړ پوړو چارواکو اجازه یې نه وه غوښتې.
کریسټینا نه پوهېږي چې څومره وخت او څو ځله څارل شوې.
هغه وايي: «زما ځای د ورځې ۲۴ ساعته څارل کېده. دا یوازې زما د کار ځای پورې محدود نه وو. دا به سمه نه وي که خبره دلته هم پاتې شي. دوی زما شخصي ژوند هم څارلی، کله چې زه له خپلو ملګرو سره وم، یا په رخصتۍ تلم. په دغو معلوماتو کې دا ټول شامل دي.»
کریسټینا په خپل ګرځنده تیلیفون کې د پیشو په نوم د ټېک ټیک اکاونټ درلود چې نوم یې ‹بفي› و او په درېیوو کلونو کې یې د بفي نژدې شل ویډیوګانې خپرې کړې وې.
دا ویډیوګانې سلګونه ځله لیدل شوې.
ټېک ټاک هم د نورو ټولنیزو رسنیو شبکو په څېر، د کاروونکو حسابونو څخه ډېر معلومات راټولوي.
ټېک ټاک ادعا کوي چې له چین څخه د لوېدیځو کاروونکو معلومات یا ډېټا ته لاسرسی نه کېږي او نه هم په چین کې ذخیره کېږي.
تېر کال د ټیک ټاک یو شمېر کارکوونکي د کریسټنا په ګډون یو شمېر لویدیځو خبریالانو د معلوماتو د غلا کولو له امله جریمه شوي وو.
بایټ ډینس (هغه شرکت چې د ټېک ټاک خاوند دی) د دې «لویې سر غړونې» لپاره «ژور خپګان» څرګند کړی او ژمنه یې کړې چې بیا به هېڅکله داسې څه نه پېښېږي.
اوسمهال ټېک تاک په امریکا کې د خپلې بقا لپاره مبارزه کوي. خو د یو شمېر هېوادونو، په رسمي وسیلو کې د ټېک ټاک کارول منع شوي دي.
له دې ټولو سره سره، ټېک ټاک یو مشهور اپلیکیشن دی چې په ټوله نړۍ کې درې نیم میلیارد ځله ډاونلوډ شوی دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن