افغانستان

په ازادانه  توګه دې د افغان او پاکستاني ولسونو لپاره د تګ راتګ زمینه برابره شي

د افغانستان د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارتونو سرپرستانو او مل پلاوي د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د دغه هېواد د سیاسي ګوندونو له یو شمېر مشرانو سره وکتل.

د افغانستان د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارتونو سرپرستانو او مل پلاوي د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د دغه هېواد د سیاسي ګوندونو له یو شمېر مشرانو سره وکتل.

په ياده کتنه کې د اسلامي امارت په پرمختګونو سربېره د دواړو هېوادونو ترمنځ په دوه اړخیزو مشترکاتو، سیاسي، سوداګريزو، ټرانزیټي او اقتصادي ګټو خبرې وشوې.

د غونډې ګډونوالو ټینګار وکړ، چې د دواړو ګاونډيوو  هېوادونو د حکومتونو او ولسونو ترمنځ دې نږدېوالی راشي او په ازادانه  توګه دې د دواړو ولسونو لپاره د تګ راتګ زمینه برابره شي.

د يو بل خبر له مخې; د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي او د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منير د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سيمه ييز امنيت، د خلکو تګ راتګ کې اسانتياوو او افغان کډوالو اړوند مسايلو هراړخيزې خبرې اترې وکړې.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *