افغانستان
د ارواښاد امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله مقبرې ته غځېدلی سړک جوړ شو
د زابل ځایي مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د آرواښاد امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد مقبرې ته غځېدلی ۸ کیلو متره سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د زابل ځایي مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د آرواښاد امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد مقبرې ته غځېدلی ۸ کیلو متره سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د زابل ځايي مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې په دغه ولایت کې د آرواښاد امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله مقبرې ته غځېدلی سړک د یوه ملي سوداګر په شخصي لګښت د ۸ کیلو مترو په اوږدوالي د ۶ میاشتو په موده کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په ورته وخت کې د زابل مرستیال والي له ملي سوداګرو وغوښتل، چې د دې ولایت د بیارغونې په برخه کې ورسره همکاري وکړي.
نوموړي زیاته کړه، زابل د بیارغونې له اړخه یو وروسته پاتې ولایت دی او په تېرو شلو کلونو کې ورته د بیا رغونې برخه کې هېڅ کار نه دی ترسره شوی.