جهان
د اوکرایین زاپوریژیا اټومي بټۍ ته څېرمه د وګړو ایستلو اندېښنې
د ملګرو ملتونو د اټومي څار ادارې مشر وروسته له هغې په زاپوریژیا کې د اوکرایین د اټومي بټۍ په اړه سخته اندېښنه څرګنده کړې چې روسي ځواکونو له سیمې د اوسېدونکو ایستل پیل کړي.
د ملګرو ملتونو د اټومي څار ادارې مشر وروسته له هغې په زاپوریژیا کې د اوکرایین د اټومي بټۍ په اړه سخته اندېښنه څرګنده کړې چې روسي ځواکونو له سیمې د اوسېدونکو ایستل پیل کړي. رافیل گروسي وېیلي، اینرودر ښارګوټی هم اغېزمن شوی چې د فابریکې ډېری کارمنان هلته مېشت دي.
هغه شرایط په زیاتیدونکي توګه له اتمې خلاف او احتمالي خطرناک بللي. د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې (IAEA) مشر په زاپورېژيا کې د اوکراین د سترې اتومي بټۍ د خونديتوب په اړه چې په اروپا کې تر ټولو ستره بټۍ ګڼل کېږي وروسته له هغې اندېښنه وښوده چې روسي ځواکونو له ورڅېرمه انرودر ښارګوټي ملکیان ایستلي.