افغانستان
لغمان کې پر ۱۵۷ جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار واړول شول
د لغمان د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولين وایي، چې د دولت شاه او اليشنګ ولسواليو په چتلا درې، ملنګانئ، دنګورو، رسامي، لاتر آباد، ګرګړ، کاسيګړ، سیمو کې پر ۱۵۷ جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار واړول شول. د لغمان امنيه قومندان مولوي نجيب الله بدخشي باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې ټولو ولایتي مسوولينو او اړونده ارګانونو ته یې دنده سپارلې، ترڅو د کوکنارو اړولو کمپاين کې برخه واخلي.

ورته مهال د دغه ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدير قاري ادريس وايي، چې د کوکنارو د لمنځه وړلو کمپاين دوام لري او ډېر ژر به د لغمان په ځينو نورو سيمو او ولسواليو کې کرل شوي کوکنار واړول شي.
د يادونې وړ ده چې مخکې هم لغمان کې په سلګونه جريبه ځمکو کې کرل شوي کوکنار اړول شوي دي.