افغانستان

ملا خیرالله خیرخواه د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور ريیس هڅې وستايلې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور له رئیس مولوي سیف الدین معتصم سره وکتل.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور له رئیس مولوي سیف الدین معتصم سره وکتل.
د دغه کتنې پیل کې مولوي سیف الدین معتصم خپلې لاسته راوړنې، پرمختګونه، نوښتونه او ستونزې له ملا خیرالله خیرخواه
سره شریکې کړې او د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
ورته مهال ملا خیرالله خیرخواه نوموړي ته تر ښه راغلاست وروسته د دوی کارونه او هڅې وستایلې او د کارونو د لا ښه والي لپاره یې لازمې مشورې او سپارښتنې ورته وکړې.
خیرخواه دغه راز د دوی ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل او ډاډ یې ورکړ، چې وړاندیزونو او ستونزو ته به یې جدي رسېدنه کیږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *