افغانستان
انس حقاني؛ امنیت شورا دې د فشار راوړلو له نامې پالیسۍ لاس واخلي
د اسلامي امارت چارواکيو د ملګروملتو د امنیت شورا د پرېکړه لیک په غبرګون کې ووېیل چې امنیت شورا دې پر اسلامي امارت د فشار راوړلو له ناکامې پالیسۍ لاس واخلي.
د اسلامي امارت چارواکيو د ملګروملتو د امنیت شورا د پرېکړه لیک په غبرګون کې ووېیل چې امنیت شورا دې پر اسلامي امارت د فشار راوړلو له ناکامې پالیسۍ لاس واخلي.
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د اسلامي امارت غلې مشر انس حقاني ووېیل چې «امنیت شورا باید د فشار ناکامه پالیسۍ ته دوام ورنه کړي.»
ده همداراز وویل«هره هغه پالیسي چې د ژور غور پر اساس نه وي خپله شوې، لازمه نتیجه نه لري او دا ډول پالیسۍ به تل ناکامه وي.»