افغانستان

د ستنډرډ ملي ادارې تېر کال شاوخوا ۲ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي

د ستنډرډ ملي ادارې په هېواد کې د محصولاتو او خدماتو د کیفیت د تثبیت له لارې نږدې دوه میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د ستنډرډ ملي ادارې په هېواد کې د محصولاتو او خدماتو د کیفیت د تثبیت له لارې نږدې دوه میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي.
دغه ادارې نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د هېواد په مرکز او سوداګريزو بندرونو کې د محصولاتو د کيفيت د تثبیت له درکه نږدې دوه ميليارده افغانۍ عوايد راټول کړي دي.
د يادونې وړ ده، چې د ملي ستنډرډ اداره د هېواد يو له څارنيزو او څېړنيزو څانګو څخه ده، چې د سوداګريزو محصولاتو د کيفيت د تثبیت او هېواد ته د ټيټ کيفيت لرونکو محصولاتو د واردولو په مخنيوي کې تر ټولو فعاله ونډه لري او د ستنډرډ (IEC، ILA) او نورو سازمانونو غړیتوب هم لري.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *