افغانستان

تېر کال په کندوز کې د شاتو تولید ۳۷ سلنه زیات شوی

د کندز د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسئولینو تېر کال په دغه ولایت کې د وړم کال په پرتله د شاتو په تولید کې د ۳۷ سلنې زیاتوالي خبر ورکړی دی.

د کندز د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسئولینو تېر کال په دغه ولایت کې د وړم کال په پرتله د شاتو په تولید کې د ۳۷ سلنې زیاتوالي خبر ورکړی دی.
د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي امان الله حسن باختر آژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې په وړم ۱۴۰۰ لمریز کال کې په دغه ولایت کې ۳۷ زره ۵۰۰ کیلوګرامه شات تولید شوي وو، چې دغه شمېره په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې ۵۹ زره ۴۰۰ کیلوګرامه ته لوړه شوې، چې د وړم کال په پرتله ۳۷ سلنه زیاتوالی
راغلی دی.
مولوي حسن د عوایدو د زیاتوالي لامل د شاتو مچۍ فارم لروونکو ته تخنیکي لارښونې، د شاتو مچیو فارم لرونکو ته د مرستندویه موسسو په همکارۍ د مچیو ورکول او دغه راز د شاتو مچیو فارم لروونکو ټولنې رامنځته کول یاد کړل.
د نوموړي په خبره، تېر کال په دغه ولایت کې ډېر شات په مرکز سربېره، خان آباد، چهاردرې او امام صاحب ولسوالیو کې تولید شوي دي.
هېره دې نه وي، چې اوسمهال په دغه ولایت کې د شاتو مچیو فارم لروونکو ۳ ټولنې او لسګونه فارمونه موجود دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *