فرهنگی

فکری مالکیت اود تالیف حق

کتاب خپرول، اختراع، ساینسی فرمول، فلم، مقاله او ډېر نور ټول فکري ابداعات او معنوي شتمني بلل کېږي.

پوهاندمحمد بشیر
(افغانستان کی د کتاب ورځ)
کتاب خپرول، اختراع، ساینسی فرمول، فلم، مقاله او ډېر نور ټول فکري ابداعات او معنوي شتمني بلل کېږي. له دې امله چې شتمني ده، نو د مالکیت د حق مفهوم ورسره تعلق پیدا کوي. فکري شتمني هغه څه دي چی له فکري حالته مادي او فزیکي حالت ته اوړي او د بشریت د خیر او سعادت، روحي خوشحالي او کلتوري زېرمې په توګه پېژندل کېږي. دا حق د محصول دخاوند دی. ډېرو هېوادو کې د فرمول او اختراع حق تر یوې مودې دهغه لومړني مالک پورې اړه لري، وروسته بیا د ټول بشریت شتمني ګرځي. دتالیف او معنوي مالکیت په اړه بېلابېل نړیوال کنوانسیونونه، میثاقونه او تړونونه شته. آن دا چې د دې مقاصدو لپاره یو نړیوال سازمان رامنځته شو. دا سازمان د فکري مالکیت جهاني سازمان یا(WIPO) دی. د (WIPO / World Intellectual Property Organization) تاریخچه یونیم سل کاله مخکې وخت ته رسېږي، هغه داسې چې:
کله چې مطابع، دکتابونو، مقالو او فرمولونو او اختراعاتو جریان ګړندی شو، د ناوړه استفادې او د مالکیت د ناسمو ادعاوو د مخنیوي لپاره په ۱۸۷۳م. کال کې لومړي ځل په ویانا کې د ابتکار تر عنوان لاندې نندارتون جوړ شو. خو را بلل شویو مولفینو، مخترعینو او هنرمندانو ځکه پکې ګډون ونه کړ چې مبادا د دوی “فکري مالکیت” غلا نه شي، دوی ته داسې ډاډ او تضمین نه تر سترګو کېد چې یو ډاډمن نړیوال مېکانېزم وي او د دوی د آثارو د خوندیتوب ضامن شي. همدا مبهمه انګېره د دې لامل شوه چې د کاپي رایت یا د تالیف د حق بنسټ جوړ شي. له دغې پېښې ۱۰ کاله وروسته؛ په ۱۸۸۳م. کې ( ۱۴۰ کاله مخکې) د کاپي رایت د حق د ابتدایي مفکورې په توګه د پاریس کنوانسیون دایرشو، هدف یې د فکری شتمنیود مالکیت خوندي کېدل او دمخترع او مولف ډاډمن کول و. د دې ټولو هڅو پایله د فکري مالکیت یا د معنوي شتمنۍ دسازمان جوړېدل و. لږ وروسته بیا په ۱۸۸۶م. کال کې د برن په ښار کې یو بل کنفرانس د ادبي او هنري آثارو د ساتنې او ډاډمنتیا په خاطر جوړ شو. په برن کنفرانس کې په دې موخه یوه بله نوې اداره رامنځته شوه. د پورتنیو دواړو هلو- ځلو د همغږۍ په خاطر په ۱۹۶۷م. کال کې په استکهلم کې د فکري شتمنیو د مالکیت سازمان تأسیس شو چې په دې سره د (WIPO) د بشپړېدو لاره هواره او دغه سازمان عملاً په ۱۹۷۰م. کال کې په اوسني مفهوم سره تاسیس او نړیوال معتبر سازمان (UN ) هم په رسمیت وپېژاند او په ۱۹۷۴م. کال کې د ملګرو ملتونو دسازمان په چوکاټ کې د یو مستقل سازمان په توګه ځای پرځای او له هغه راهیسې د بشري حقونو دمنشور د ۲۷تمې مادې سره سم، د معنوي او فکري ملکیتونو په اړه فعالیت کوي. دغــــه منشور د دغه حق په اړه داسې وایي: ” وګړي کولای شي چې د خپلو علمي، ادبي او هنري تولیداتو له مادي او معنوي ګټو څخه برخمن وي. په فکري مالکیت کې هم لکه د مالکیت دنورو حقونو په شان ،‌ د یو اثر خالق یا پنځوونکي یا خاوند د خپلې اختراع،‌ تجارتي اوسوداګریزې نښې (برانډ) او دچاپ او تکثیرد حق لرونکي او د شتمنۍ او سرمایې په توګه دهغو له مادي او معنوي ګټو او امتیازاتو څخه استفاده کولای شي.”
له دې څخه وروسته بیا په دې خاطر چې دا حق یواځې پرمختللو هېوادو او د دغه ډول شتمنیو لرونکو ملتونو پورې منحصر پاتې نشي او وروسته پاتې هېوادونه هم ورڅخه استفاده وکولای شي، نو پرمختیایي هېوادو ته په قانوني ډول سره د فرمولونو، اختراعاتو، کتاب، مقالو اوتکنالوژیو د دلېږد او کارولو په برخه کې آسانتیاوې راوستل شوې. نن ورځ ټول هېوادونه د دغه حق او ماخذ په رعایت ورڅخه کار اخیستلای شي. خو اصلی مخترع، مالک او مولف معلوم وي.
له دې امله چې په هرڅه کې مبادله او تجارت معمول دی، نو خامخا د معنوي شتمنیو سوداګرۍ ته هم نظم او قانون په کارو، نو ځکه د ګاټ دهغه کنفرانس په آجندا کې چې په یوروگوای کې داېرشو، د ګاټ دخدماتو د سوداګرۍ ، فکري مالکیت (TRIPS) او قواعد دمبدأ په توګه مطرح شول، او د «یوروگوای» دکنفرانس په نوم یادشو. په دې توګه ګاټ د ډېرو نورو فیصلو ترڅنګ د معنوي مالکیت په اړه دموضوعاتو(TRIPS/ Trade-Related Aspects of Intellectual Property Rights) هم تصویب کړل. په دې توګه د پاریس او برن له کنوانسیونو وروسته، تریپس د فکري مالکیت دحق دبشپړېدو یوبل پړاو و. دشلمې پېړۍ په بهیر کې ډېر پرمختیایي هېوادونه هم د تالیف، اختراع، فرمول لرلو او د هغو دترلاسه کولوپه فکر کې شول او له (TRIPS)سره یوځای شول او اوس د فکري ملکیت حقونه پېژني او رعایت کوي یې . دغه تړون دکاپي رایت حق ، دسوداګریزمارک، دجغرافیایې نښې او علامې، صنعتي طراحيو،پاتنت یاد اختراع ثبتولو،د جوړلو او سره تړلیو مدارونو طرحو لرلو ،د تجارتي شفرونو دساتلو، او دقانوني او محفوظي استفادې لپاره دسیالۍ په وړاندې دخڼد جوړوونکوګامونو کنترول مسایل رااخلي. د اپرېل ۲۳تمه د دې حق نړیواله ورځ او ټولو هېوادو کی لمانځل کېږي. دغې ورځې څو مراحل او تکاملي پړاوونه تېر کړي دي او نومونو یې هم فرق کړی دی. څرنګه چې معنوي شتمني، کتاب او تالیف ټول سره تړلي مسایل دي، نو افغانستان کې یې د کتاب د ورځې په نوم لمانځو، دا کاپي رایت او تالیف هم رااخلی. ټولو قلموالو، مولفینو او لیکوالو ته په دې مناسبت مبارکي وایم. الله پاک دې موږ ته په دغو معنوي ډګرونو کې زیات بریالیتوبونه را په برخه کړي. (امین).

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن