افغانستان

څه باندې ۱۰۰ تنه د کندهار له طب پوهنځي څخه فارغ شول

د کندهار پوهنتون د طب له پوهنځي څخه ۱۰۶ تنه تر اوو کلنو زده کړو وروسته فارغ او د يوې غونډې په ترڅ کې يې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د کندهار پوهنتون د طب له پوهنځي څخه ۱۰۶ تنه تر اوو کلنو زده کړو وروسته فارغ او د يوې غونډې په ترڅ کې يې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د دغه پوهنتون د طب پوهنځي رييس پوهنمل ډاکټر نجيب الله رحيمي وايي، د کندهار پوهنتون په طب برخه کې په ۲۵ پړاونو کې تر ۱۴ سوه تنه نارينه او ښځينه فارغ او ټولنې ته وړاندې شوي.
نوموړي ويلې چې اوس مهال د کندهار طب پوهنځې د ماسټرۍ پروګرام هم لري او راتلوونکي پنځه کاله به د دوکتورا د پيل پلان هم لري.
د کندهار پوهنتون رييس مولوي اکرم‌ شاه عاصم له فارغو ډاکټرانو غوښتنه وکړه چې په پوره اخلاص د ټولنې خدمت وکړي
د کندهار پوهنتون مسوولين وايي، اوس مهال د طب په بېلابېلو شپږ څانګو کې لسګونه محصلين په زده کړو بوخت دي او د استادانو لخوا ورته په ښه اومعياري ډول زده کړې ورکول کېږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *