د کونړ وټه پور ولسوالۍ له بزګرانو سره د ټراکټورونو مرسته وشوه
کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ او د شپول مؤسسې په تخنیکي زیار باغدارانو سره د ۵۰ وړو ټراکټورونو مرسته وشوه.
کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ او د شپول مؤسسې په تخنیکي زیار باغدارانو سره د ۵۰ وړو ټراکټورونو مرسته وشوه.
د کونړ اوسېدونکي عابدالله او سرتور له مؤسساتو مننه کوي، چې د یادې ولسوالۍ د خلکو سره د ټراکټورونو مرسته ښه اقدام دی او دغه لړۍ دې نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي.
عابدالله وایي:» ښه مرسته ده چې له بزګرانو سره وشوه دا مرسته دې نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي؛ ځکه د هرې ولسوالۍ بزګر دغه مرستې ته سترګې په لار وې. د دې ترڅنګ دې د بزګرانو سره د اصلاحي تخمونو او نورو کرنیزو توکو مرسته هم وکړي.»
سرتور زیاتوي:» بزګران دغه شان مرستو ته اړتیا لري او مستحق دي، مرسته کوونکې ادارې دې یوه ولسوالۍ په نظر کې نه نېسي، ټول د کونړ بزګران د دغه شان مرستو غوښتنه کوي.له مرسته کوونکو ادارو بیا هم مننه کوم چې مرستې کوي؛ خو مستحق خلک دې په نظر کې نېسي.»
د کونړ د کرنې رئیس وایي:» کرنه او مالداري د هېواد په ابادۍ او پر مختګ کې مهم رول لري او هڅه هم داده، چې کرنه میکانیزه او د نوې ټکنالوجۍ څخه په ګټه اخیستلو حاصلاتو کې لوړوالی راشي.»
یادو باغدارانو د ټراکټورونو ترلاسه کولو پر مهال د خوښیو څرګندولو ترڅنګ د کرنې ریاست او مرستندویه ادارو څخه د لا زیاتو همکاریو هېله وکړه.
د تراکټورونو دغه مرسته د کونړ د کرنې رئیس پیر حبیب الرحمان، وټه پور ولسوالۍ مرستیال او شپول مؤسیسې استازو له خوا باغدارانو ته وسپارل شوه.