په خوست کې د ۵۴ میلیونو افغانیو په ارزښت د سړکونو دجوړولو چارې پیل شوې
د متون ښاروالۍ مسئولین وايي، چې د یاد ولایت په بېلا بېلو ناحیو کې د یادې ښاروالۍ له پراختیايي بودجې څخه د شاوخوا ۵۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د سړکونو او ویالو د جوړولو چارې په پاخه او اساسي توګه پیل شوې دي.
د متون ښاروالۍ مسئولین وايي، چې د یاد ولایت په بېلا بېلو ناحیو کې د یادې ښاروالۍ له پراختیايي بودجې څخه د شاوخوا ۵۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د سړکونو او ویالو د جوړولو چارې په پاخه او اساسي توګه پیل شوې دي.
د متون ښاروال قاري بسم الله بلال د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې په ۱۴۰۲ مالي کال په پلان کې ۱۲ پروژې د ۱۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت په پام کې نیول شوي چې له جملې څخه یې په لومړۍ ناحیه کې د ۴۸۰ مترو او په دویمه او دریمه ناحیه کې په مجموعي توګه د ۶۵۰۰ مترو په اوږدوالي ویالې او سړکونه په پاخه او اساسي توګه په شپږو میاشتو کې جوړېږي.
په ورته وخت کې د خوست مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت وویل، چې د تېرو دوو کلونو په بهیر کې د افغانستان اسلامي امارت له خوا د بیا رغونې پروژې په لوړ کیفیت سره سرته رسېدلي او د ټاکل شوي پلاوي له لوري څارنه او ارزونه یې شوې ده.
نوموړي له قرادادي شرکتونوڅخه وغوښتل چې د پروژو په سرته رسولو کې نیت یې د افغانستان عظيم ملت او وياړلې خاورې ته خدمت کول وي او د خپلو کمو شخصي مفاداتو پر ځای بايد ملي منافعو ته اولويت ورکړی شي.
بل خوا د خوست ولايت اوسېدونکي د بيارغونې د يادو پروژو د پيل کېدو له امله خوښ دي او زياتوي چې په تېر کال کې سړکونه په ښه کیفیت نه ؤ جوړ او د افغانستان له اسلامي امارت څخه د باکيفيته او د ورته پروژو د پلې کېدلو غوښتنه کوي.