د صادراتو کچې لوړېدو ته د کارخونو لرونکو هيله مندي
د هرات له صنعتي ښارګوتي امریکا ته د غیر الکولي څښاکو د یوې جوپې په صادرېدو سره، کارخونه لرونکي هیلهمند شوي چې د صادراتو کچه به یې لوړه شي.
د هرات له صنعتي ښارګوتي امریکا ته د غیر الکولي څښاکو د یوې جوپې په صادرېدو سره، کارخونه لرونکي هیلهمند شوي چې د صادراتو کچه به یې لوړه شي.
څو ورځې وړاندې پنځه څلوېښت ټنه غیر الکولي څښاکو امریکا ته د صادرولو لپاره چمتو شوي دي. صنعتکاران په بانکي سېسټم، په ځانګړي توگه له بهره د پیسو په رالېږدولو کې ستونزې د خپلو فعالیتونو پر وړاندې جدي ننګونې بولي.
د یوه شرکت د تولیداتو مدیر علاءالدین بهادري وايي: «افغانستان یو کوچنی اقتصادي هېواد دی چې نن له نیکه مرغه د نړۍ تر ټولو ستر اقتصادي هېواد ته توکي استوي، دا د افغانستان صنعتکارانو او ملت لپاره یوه لاستهراوړنه ده.»
امریکا صادرېدونکي څښاک چې ډېره برخه یې د انارو اوبه دي، ټاکل شوې د هرات په صنعتي ښارګوټي کې تولید او د عامې روغتیا وزارت تر تاییدۍ وروسته، د پاکستان د کراچۍ له بندره له لارې د امریکا کالیفورنیا ایالت ته صادر شي.
د لابراتوار مسوول خیر احمد طاهري وايي: «زموږ محصولات د ملګرو ملتونو د روغتیا نړۍوال سازمان له لوري تایید شوي دي او له دې تایید وروسته موږ د دې ویاړ تر لاسه کړ چې له هېواد بهر خپل توکي واستوو.»
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې د شمېرو له مخې، د دې ولایت پنځلس قلمه تولیدات اروپایي هېوادونو، امریکا او منځنۍ اسیا هېوادونو ته صادرېږي.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرایوي مدیر محمد یوسف امین وايي: «د هرات له صنعتي ښارګوټي چې د اوس لپاره صادرات کېږي، له پنځلو قلمو ډېر کورني تولیدات لرو چې بهر ته لېږدول کېږي.»
د هرات صنعتي ښارګوټي په غیر الکولي تولیدي کارخونو کې څه باندې شپږ سوه تنه پر کار بوخت دي. د دغو کارخونو مسوولانو وایي، د صادراتو په زیاتوالي سره به د دوی د کارکوونکو شمېر هم زیات شي.
د کارخونې کارکوونکی عبدالقدیر وايي: «که په افغانستان کې سترې کارخونې وي، له دې غوره ده چې نورو هېوادونو ته لاړ شي په اوبو کې ډوب شي یا په ایران او نورو ګاونډیو هېوادونو کې کډوال شي.»
سږ کال هرات څخه د صاداراتو کچه د تېر کال په پرتله یوولس سلنه زیاته شوې ده. د دغو صاداراتي سوداګریزو توکو ارزښت ۱۱۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي.