افغانستان
پاکستان د ترانز – افغان ریل پټلۍ پروژې په اړه د مذاکراتو کوربه دی
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د ترانز – افغان رېل پټلۍ پروژې په اړه د دری اړخیزو مذاکراتو خبر ورکړل شوی دی.
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د ترانز – افغان رېل پټلۍ پروژې په اړه د دری اړخیزو مذاکراتو خبر ورکړل شوی دی.
په دې مذاکراتو کې د پاکستان ترڅنګ د ازبکستان او د افغانستان استازي برخه
لري.
د اسلامي امارت چارواکیو وېیلي، چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رئیس ملا بخت الرحمن شرافت له پاکستاني او ازبکستاني چارواکو سره د یادې پروژې په اړه د خبرو لپاره پاکستان ته تللی دی.
وېیل شوي چې د دغې پروژې تخنیکي اړخونه به په دری اړخیزه غونډه کې وڅېړل شي.
تردې مخکې تېره اوونۍ د هرات – خواف د اوسپنې پرپټلۍ د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد پیل شو.
دغه ۲۲۵ کیلومتره پټلۍ هرات د ایران له خواف سره نښلوي.
د افغانستان د رېل پټلۍ ادارې په دې برخه کې د جدي هڅو خبر ورکړی دی.