افغانستان
په کابل کې زرګونه جریبه دولتي ځمکه تثبیت شوه
د عدلیې وزارت په پلازمېنه کابل کې د زرګونه جریبه دولتي ځمکې د تثبیت خبر ورکړی دی.
د عدلیې وزارت په پلازمېنه کابل کې د زرګونه جریبه دولتي ځمکې د تثبیت خبر ورکړی دی.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د کابل د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي پلاوي د دغه ولایت د بګراميو او موسهي ولسوالیو کې کابو ۵۰۰۰ جریبه ځمکه دولتي تثبیت کړه.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې له دغې جملې څخه ۱ زرو ۱۱۳ جریبه ځمکه د موسهي ولسوالۍ د جنان په کلي، ۲ زره ۵ سوه جریبه يې د یادې ولسوالۍ په میاخېل کلي کې او ۱ زرو ۳۳۰ جریبه ځمکه د بګرامیو ولسوالۍ د قلعچې په سیمه کې تثبیت شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته تر دې دمه په پلازمېنه او ولایتونو کې زرګونه جریبه ځمکې دولتي تثبیت او له غصب څخه خلاصې شوې دي.