جهان
په بېلاروس کې روسيې د اټومي وسلو ځای پر ځای کولو په اړه نړيوال غبرګونونه
د مسکو د هغو پلانونو په وړاندې چې په بېلاروس کې تکتیکي اټومي وسلې ځای پر ځای کوي، د نړیوالو غبرګونونه دوام لري.
د مسکو د هغو پلانونو په وړاندې چې په بېلاروس کې تکتیکي اټومي وسلې ځای پر ځای کوي، د نړیوالو غبرګونونه دوام لري. کییف دغه پلان غندلی او د ملګروملتونو د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې ترڅنګ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د مسکو لهخوا له دغو وسلو د احتمالي کارولو د مخنیوي لپاره دې اقدامات وکړي. ناټو پرې انتقاد وکړ او جرمني بیا د دغه اقدام د غندنې ترڅنګ وېیلي چې، دا اروپایي ټولنې ته د اټومي وسلو د ورنږدې کولو لپاره اقدام دی. د اروپایي ټولنې وېيلي، بېلاروس په خپله خاوره کې د روسیې د اټومي وسلو پر ځای پر ځای کولو سره د اروپا امنیت ته غیرمسولانه ګواښ زیاتوي. خو سپینې ماڼۍ ویلي، هېڅ داسې نښه یې نهده لیدلې چې روسیه دې، اټومي وسلې وکاروي.