افغانستان
چارواکي:نړیوالو پر افغان لیتیمو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده
چارواکي وایي، چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو پانګوالو پر افغان لیتیمو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
چارواکي وایي، چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو پانګوالو پر افغان لیتیمو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت مرستیال محمد یونس رشید وېیلي، چې جاپان، امریکا، چین، قطر او متحده عربي امارات په نورستان کې د لیتیم د استخراج په برخه کې پانګونې ته لېواله دي. ده وويل: په نړيواله کچه د ليتيم د استخراج په برخه کې ډېره لېوالتيا شته، پنځو هېوادونو د اسلامي امارت چارواکيو ته ويلي چې په دې برخه کې پانګونې ته چمتو دي. دا لومړی ځل نه دی، چې چارواکي ورته څرګندونې کوي. د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو را وروسته تراوسه په ځلونو لوړپوړو چارواکو وېیلي، چې په بېلابېلو برخو کې نړیوالو پانګوالو، په افغانستان کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې، خو تراوسه عملاً په دې اړه عملي ګامونه نه دي لیدل شوي.