افغانستان

د ديني عالمانو نړیوالې ټولنې سکرتر جنرال له اسلامي امارت څخه ملاتړ څرګند کړ

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد د ديني عالمانو د نړیوالې ټولنې له سکرتر جنرال دوکتور علي محي الدین القره داغي سره لیدنه وکړه.
دغه لیدنه چې پرون سه شنبه د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شوه دواړو لوریو پر یو لړ مهمو موضوعاتو او دوه اړخیزو همکاریو بحث او خبرې وکړې.
د ديني عالمانو نړیوالې ټولنې سکرتر جنرال محي الدین القره داغي د افغانستان اسلامي امارت څخه خپل رضایت او ملاتړ څرګند او په راتلونکي کې يې د هر ډول همکارۍ او همغږۍ وړاندې کولو ته چمتوالی وښوده.
د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت تر دې وړاندې د قطر په پلازمېنه کې په یو لړ نورو مهمو غونډو کې هم ګډون کړی وو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *