جهان

روسیې پر اوکراین د بې پیلوټه الوتکو بریدونه بیا پیل کړي

اوکراین وايي، له هغې وروسته چې د جرمونو نړیوالې محکمې د پوتین د نیولو حکم صادر کړ، روسیې پر دغه هېواد د بې پیلوټه الوتکو بریدونه له سره پیل کړي دي.

اوکراین وايي، له هغې وروسته چې د جرمونو نړیوالې محکمې د پوتین د نیولو حکم صادر کړ، روسیې پر دغه هېواد د بې پیلوټه الوتکو بریدونه له سره پیل کړي دي.
د اوکراین هوايي ځواک وویل، روسیې د اوکرایین په مرکزي، لوېدیځو او ختیځو سیمو کې ۱۶ بریدونه کړي چې ۱۱ يې د اوکراین د هوايي مدافع سیستم پر مټ دفعه شوي دي. په نښه شویو سیمو کې پلازمېنه کییف او لوېدیځ لویف سیمه هم شامله ده. د کییف د پوځي ادارې مشر سرهي پاپکو وویل، د اوکراین هوايي مدافع سیستم ټولې هغه الوتکې ویشتلي چې د کییف پر لور روانې وې. د جرمونو نړیوالې محکمې پوتین په اوکراین د اوسني وضعیت او په هغه هېواد کې د روسې تر کنټرول لاندې سیمو څخه روسیه ته د ماشومانو په اجباري انتقال تورن او د نیولو حکم يې صادر کړ.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *