سیاسی

زموږ ګاونډيان دې امنيتي ستونزې په خپل کور کې ولټوي

څرګنده ده چې د اشغالګرو د اشغال پرمهال د سيمې په کچه امنيتي ستونزو شتون درلود او په پوره پيمانه د سيمې هېوادونه د انديښنو سره مخامخ و ځکه چې د اشغالګرو لاس پوڅي واکمنان په خپلو کې د قدرت په سره دومره ژور اختلافات درلودل چې په دولتي ادارو کې يي د چارو د سمون له پاره هيڅ ډول پاملرنه نه درلوده. همدا وجهه وه چې امنيتي ستونزې زياتې او د جګړييزو ناخوالو له کبله د دولت پر واکمنانو باور له مينځه تللی و.

متين

څرګنده ده چې د اشغالګرو د اشغال پرمهال د سيمې په کچه امنيتي ستونزو شتون درلود او په پوره پيمانه د سيمې هېوادونه د انديښنو سره مخامخ و ځکه چې د اشغالګرو لاس پوڅي واکمنان په خپلو کې د قدرت په سره دومره ژور اختلافات درلودل چې په دولتي ادارو کې يي د چارو د سمون له پاره هيڅ ډول پاملرنه نه درلوده. همدا وجهه وه چې امنيتي ستونزې زياتې او د جګړييزو ناخوالو له کبله د دولت پر واکمنانو باور له مينځه تللی و.

زيات شمېر خپل سرې وسله والې ډلګۍ چې په کور د ننه او بهر د مافيايي او جګړه غوښتونکو له خوا تمويلدی د دولت له واکه وتلې او په زياتو ناوړه امنيتي پېښو کې ککړ و، له دي کبله د سيمي امنيت د ډاډ وړ نه ښکارېده او ورځ تربلې ستونزې په زياتېدو وې همدا وجهه وه چې د اسلامي امارت سره د ملاتړ کچه پراخه او د اشغالګرو د له مينځه تلو له پاره لار هواره شوه.

يقيني ده چې اسلامي امارت مجاهدينو په جګړييز بهير کې ډيري ستونزې وګاللې ځکه د نړۍ د زبر ځواکونو سره په تش لاس وسله واله مبارزه څه اسان کار نه بريښېده خو افغان مجاهد اولس چې د هېواد او اسلامي ارزښتونو د ساتنې له پاره هرې قربانۍ ته تيار و د اشغالګرو د هر ډول تېري څخه يي مخ نه دي ګرځولي ترهغه چې خپلو سرښندنو ته ادامه ورکړه چې اشغالګر يي تېښتې ته اړ کړل. اسلامي امارت بې ساري او حيرانونکي برۍ ته چې نړيوال هک پک پاتې شوې وتوانېدل چې په کور دننه د هېواد ځوريدلو خلکو له پاره د هوسايني هغه لار ولټوي کوم چې يي د ډېرو اوږدو کلونو را په دې خوا په تمه وه.

ښه به وي چې د سيمې هېوادونه په ځانګړي توګه هغه هېوادونه چې زموږ سره فرهنګي او اسلامي ګډ ارزښتونه لري د اسلامي امارت سره د اړيکو د ټينګښت له پاره له دوه مخي سياست څخه کار وانخلي او د اسلامي امارت د رښتينتوب او سوله ييز دريځ څخه ناوړه ګټه پورته نه کړي ترڅو دناوړه او زړه بوګنونکو پېښو د مخنيوي له پاره د اسلامي امارت سره په ګډه د حل لار ومندل شي. اسلامي امارت د واک ترلاسه کولو سره سم هغه ډلې ځپلې چې په مافيايي فعاليتونو بوختې وي. اوس د هېوادوالو په ملاتړ او د خدای(ج) په نصرت هېڅ وسله واله ډله نه شي کولی چې په کور دننه او بهر امنيتي ستونزې رامنځ ته کړي. له دي کبله د اسلامي امارت په ډېره ډاډګيرنې سره خپلو ګاونډيانو ته د افغانستان له خاورې څخه د ګواښ او وېرې اچونې د مخنيوي ډاډ ورکړی تل يې هڅه کړې چې د اندېښمنو هېوادو اندېښنوته په وخت او مناسب ځواب ووايي ځکه چې اسلامي امارت د يوه مسلمان هېواد په توګه په هره ناوړه پېښه خواشيني څرګندوي نه غواړي چې په سيمه کې امنيتي اندېښنې رامنځ ته شي. خو په خواشينۍ سره ويلي شو چې زموږ ګاونډي هېواد پاکستان کله کله د خپل بام واورې زموږ په بام راغورځوي. ښه به وي چې خپلې ستونزې په کور دننه وپلټي او د حل لار ورته پخپله پيدا کړي. افغانان تل په دي ټينګار کوي چې په سيمه کې د جګړې د اور تازه کېدل او يا د اور د تازه کېدو له پاره د پلمو لټول به د دواړو هېوادو د ګټو سره سمون ونه خوري ځکه افغانان هېڅکله د چا په کورنيو چارو کې لاس وهنه نه کوي نه غواړي چې نوريي هم په کورنيو چارو کې لاس وهنه وکړي او يا د خپلواک، ازاد او ځمکنۍ بشپړتيا لرونکې هېواد په وړاندي داسي چلند وشي چې ستونزې او بې باوري وزېږوي همدا وجهه ده چې د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي د معتادينو د پنځه زره بستريز روغتون د پرانيستې پرمهال د پاکستان د پېښور په جومات کې د مرګ ژوبلي په هکله د پاکستان بې ځايه او له حقيقت څخه لرې تورونه رد کړل او لارښوونه يې وکړه چې د داسې ناوړه او زړه بوکنونکو پېښو له پاره لازم دې چې په کور دننه  په ژوره توګه څېړنې وشي ترڅو د پېښې د رامنځ ته کېدو اصلي جرړي راوسپړل شي. ځکه له واقعيت او اسنادو پرته دتورونو لګول به د دواړو هېوادو اړيکې زيانمنې کړي ښه به وي زموږ ګاونډيان د اسلامي امارت په سوله ييز دريځ پوهه شي او ددې هڅه ونه کړي چې د اسلامي امارت له پاره د خپلو ګټو د خونديتوب له پاره په اسلامي امارت تورونه ولګوي او د نړيوالو په زهنونو کې د اسلامي امارت له بی باوري او ستونزې رامنځ ته او د ځان له پاره غوښنه برخه ترلاسه کړي.

ښه به وي چې پاکستان دا مهال د خپلو ستونزو د هواري له پاره کار وکړي ترڅو هغه ستونزې چې دا مهال د پاکستان اولس ورسره مخامخ دي د حل لار ورته ولټوي. نه دا چې د اسلامي امارت له پاره کله د پاکستان څخه او کله د ملګرو ملتونو د غونډو پرمهال داسې څرګندونې وکړې چې د ستونزو د راپيدا کېدو لامل وګرځي.

اوس ددې وخت رارسېدلی چې افغانان د خپلو ستونزو په هواري بوخت پاتې شي او د نړيوالو سره د ښو اړيکو د رامنځ ته کېدو له پاره خپله غېږ پرانيستې پرېږدي.

ډاډه يو چې د هري ورځي په تيريدو سره به د اسلامي امارت مسولين په راپاتې شويو ستونزو برلاسي پيدا کړي او ډېر ژر به د نړيوالو سره د متقابلو اړيکو پيوند رامنځ ته او هغه کسان به مختورن پاتې شي کوم چې د اسلامي امارت په وړاندې د دوه مخي سياست څخه کار اخلي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *