افغانستان
د پاکستان مرکزي بانک: افغانستان ته مو صادرات زيات شوي
د پاکستان مرکزي بانک وايي، په وروستیو ۷ میاشتو کې له د غه هېواد څخه افغانستان ته صادرات د تېر کال د ورته مودې په پرتله په سلو کې څه باندې لس زیات شوي دي.
د پاکستان مرکزي بانک وايي، په وروستیو ۷ میاشتو کې له د غه هېواد څخه افغانستان ته صادرات د تېر کال د ورته مودې په پرتله په سلو کې څه باندې لس زیات شوي دي.
د پاکستان سټېټ بنک یا مرکزي بانک په یاده موده کې افغانستان ته د صادراتو د اندازې په اړه په خپل راپور کې وېیلي چې، په پاکستان د ۲۰۲۲ له جولای څخه د ۲۰۲۳ تر جنورۍ پورې د څه باندې ۲۸۵ میلیون ډالرو صادرات کړي دي.
د پاکستان د مرکزي بانک په راپور کې له افغانستانه پاکستان ته د صادراتو یادونه نهده شوې.
په وروستیو ورځو کې د تورخم بندر د بندېدو له کبله د دوو هېوادونو ترمنځ په سوداګري راکړه ورکړه کې خنډ پېښ شو او سوداګرو ته یې مالي تاوانونه واړول.