افغانستان

د بلخ والي «د حیرتان لاري» ډلیزو شهیدانو له قبر اومشهد څخه لیدنه وکړه

«د حیرتان لاري» ډلیزو شهیدانو قبر سره مسجد شریف، د اوبو سیسټم، د سولري برېښنا او سمسورتیا لپاره کارونه ډېر ژر د ملي تجارانو په همکاري پیل شئ»

«د حیرتان لاري» ډلیزو شهیدانو قبر سره مسجد شریف، د اوبو سیسټم، د سولري برېښنا او سمسورتیا لپاره کارونه ډېر ژر د ملي تجارانو په همکاري پیل شئ»

د بلخ سرپرست والي حاجي محمدیوسف وفا «د حیرتان لاري» د ډلیزو شهیدانو له قبر او مشهد څخه لیدنه وکړه او د ټولو شهیدانو روح ته یې دُعا وکړه، چي د یادو شهیدانو د قبر زیارت  ته د والي ترڅنګ د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محمدسلیم صابر، یوشمېر تجاران او د بلخ د صنعت او سوداګرۍ رئیس قاري امیرمحمد متقي او یو شمېر نورو مسؤلینو هم ورغلي وه.

په پیل کي ټولو مسؤلینو د یادو شهیدانو روح ته دُعا وکړه، وروسته د بلخ سرپرست والي وویل، د دشتي لیلي د خونړۍ پیښي ډلیزو قبرونو وروسته په بلخ ولایت کي دا تر ټولو ستر ډلیز قبر به د بشریت تاریخ لا څه، چي کائینات به یې هم د سترو او سپیڅلو شهیدانو په نوم یادوي، دا د اسلامي نظام او دوام لپاره راپورته سوي عالمان وه، چي په ډېره بې رحمۍ او مظلومانه ډول شهیدان سول، د دوی د وینو، قربانیو او د الله ج په نصرت سره هیواد د سختو حالاتو څخه وژغورل سو او هیواد د ظالمانو له لاس څخه خلاص او ازاد سو.

د دې ترڅنګ د بلخ سرپرست والي په خاص هدایت سره به «د حیرتان لاري» ډلیزو شهیدانو قبر سره مسجد شریف، د اوبو سیسټم، د سولري برېښنا او سمسورتیا لپاره کارونه ډېر ژر د ملي تجارانو په همکاري پیل سي، چي په همدې موخه مسؤلینو نن ورځ د یادو شهیدانو له قبر څخه لیدنه وکړه.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *