سیاسی

موږ له خپله نيته د پرديوو ښکار ګرځېدلي يوو!

وايي؛ تنديه دا څه دې په قسمت درسېدلي دي! موږ څومره پاک نفسه ولس يوو، خو رقيبان موږ ته د کمزوري يا کم عقله په سترګه ګوري؛ نه داسې نه ده، زموږ ورغوي تور سپي څټلي دي، دوست ته چې څومره درناوى وکړو، غېږه ورته خلاصه کړو، وايي کوم مقصد او هدف لري، خو دښمن نه چې بيا څومره واټن واخلو وايي رانه وېره او ډار لري حيران يوو، چې کومه لاره غوره کړو.

شېرمحمد
وايي؛ تنديه دا څه دې په قسمت درسېدلي دي! موږ څومره پاک نفسه ولس يوو، خو رقيبان موږ ته د کمزوري يا کم عقله په سترګه ګوري؛ نه داسې نه ده، زموږ ورغوي تور سپي څټلي دي، دوست ته چې څومره درناوى وکړو، غېږه ورته خلاصه کړو، وايي کوم مقصد او هدف لري، خو دښمن نه چې بيا څومره واټن واخلو وايي رانه وېره او ډار لري حيران يوو، چې کومه لاره غوره کړو.
مقصد داده، چې نورو سره مو ښه کړي؛ خو بیا هغوی موږ ته د حقارت پر سترګه کتلي دي. علت دادی، چې موږ نورو ته اړ يوو، خو نور موږ ته هېڅ اړتيا نه لري. همدغه پردي خپل پلانونه او موخې پر موږ عملي کوي او ملنډې يې لا پرېږدئ، چې زور يې ټول ولس ګالي!
دا څه دي، ولې او د څه لپاره؟
له هر څه نه لومړی يووالي پکار دى، ځکه بې له يووالي رقيبان زموږ په منځ کې درزونه ايجادوي او بيا خپلمنځي کړکېچ او ناندرۍ رامنځته کېږي، چې دې سره رقيبان مو خپلو شومو موخو ته ځان رسوي او زموږ ملي شتمنۍ او فرهنګ په يرغل کې رانيسي.
پردي زموږ څه پروا لري، دوى زموږ له خپلمنځي اختلافونو ګټه پورته کوي، موږ يې په بېلابېلو فلسفه وي ادبياتو مصروفه کړي يوو، دا د سوشیل مېډيا او د مغرضو رسنيو کړنې دي، چې رقیب او تاریخي دښمن هېوادونه پر موږ ملنډې او خپلې اوتې بوتې وايي .
موږ افغانان په نړېواله کچه څه او بې حسابه شهکاريانې او وياړونه لرو؛ خو په اقتصادي پرمختګ او خودکفايۍ بيا پاتې راغلي ولسونه يوو!
زموږ د مشرانو پرېکړې د ولس د هوساينې او د اسلامي او افغاني شعايرو له مخې دښمنانو ته اټوم بم دي، خو ځينې سيکولران او د غرب د مفکورې خاوندان بيا هم د تبرلاستی د دښمن په لاس ورکوي.
غرب او متحدين يې اوس هم افغان ولس ترمنځ د جنجالونو په رامنځته کولو کې له بېلابېلو لارو ګټه اخلي. ولې بيا هم موږ ويده ياستو، راځٸ چې خپل ذهن د دښمنانو په خبرو مصروفه نه کړو، د ځان بسياينې او پرمختګ په فکر کې عملي لاس پکار شو، په خپلو اولادونو زده کړې وکړو او تحصيلي کادرونه په کار وګمارو، چې د هېواد اقتصادي بنسټ مو محکم په پښو ودرېږي او د پرديو له احتياجونو ووځو .
پردي او رقيب هېوادونه د سياسي معضلو له لارې زموږ قانوني حقونه رانه اخلي، ستره بېلګه يې امريکا ده، چې د افغان ولس شتمنۍ يې بندې کړى دي او د سياست هغه لاره يې غوره کړې، چې نړيوالو هم ګرم بللې ده.
د تازه ميوو په موسم کې ګاونډ هېوادونه هم زموږ په ملي او نړيوالو سوداګرو ملنډې وهي، د بار کړو ميوو موټریز کاروان ته د داخليدو اجازه نه ورکوي، له سلو پلمو وروسته، چې ميوې يې د خرابۍ په حالاتو راشي بيا په نيمه بيه يې اخلي داسې نورې بېلګې هم شته، چې افغانستان ته ټوله نړۍ د حقارت په سترګه ګوري او په دې عظيم ولس باندې ملنډې وهي. ولې او د څه لپاره؟ دا زموږ له ښو اخلاقو ناوړه ګټه پورته کول دي او موږ چې ګاونډ او نړیوالو هېوادونو سره ښه روابط لرو، نه باید دغه هېوادونه زموږ له دغو کړنو غلط تعبیر وکړي، خو په حقیقت کې موږ له خپله نيته د پرديو ښکار ګرځېدلي يوو!
خداى دې موږ ټولو ته توفيق را په برخه کړي، چې د بيدارۍ پر مهال د هېواد په جوړونې او د ولس په خدمت کې بېدرېغې هڅې وکړو، چې دا به د دښمنو هېوادونو چې د افغانستان د بربادۍ په تمه ناست دي درنه څپېړه وي، چې د هغوى کږې خولې به مو ورسمې کړې وي.
دا ټول په پوهې، وحدت، يو بل منلو، د حکومتي مشرانو په اطاعت او پر هدايتونو يې عمل کول، ترسره
کېږي.
افغان میړني ولس ته یادونه کوو، چې نور دې د اغيارو خبرې بابېزه ونیسي او د سوچه اسلامي نظام ننګه او ملاتړ وکړي، نو دا به ورته په ډاګه شي، چې هېواد به ګل ګلزار، د اقتصادي او پرمختګ وړانګې به د هېواد په سراسري سيمو کې د دوی د هوساينې لپاره روښانه وځلیږي.
ان شاءالله !

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *