افغانستان

تاجيکستان دافغانستان پر پوله نوې پوستې جوړې کړې

د تاجیکستان ولسمشر په یوه اعلامیه کې وېیلي چې دافغانستان پولې ته څېرمه ددغه هېواد دختلان ولایت په شهرتوس کې دوه نوې پوستې جوړې شوې دي.

د تاجیکستان ولسمشر په یوه اعلامیه کې وېیلي چې دافغانستان پولې ته څېرمه ددغه هېواد دختلان ولایت په شهرتوس کې دوه نوې پوستې جوړې شوې دي.

ددغې اعلامیې له مخې دغه دوه پوستې دتاجیکستان دولسمشر امام علي رحمان له خوا پرانیستل شوې. د تاجیکستان ولسمشر ټینګار کړی، چې دخپلو پولو ساتنه او دفاع به وکړي. دغه پوستې په داسې حال کې جوړې شوې دي، چې دتاجیکستان دسرحدي ځواکونو دجوړېدو له ۲۹مې کلیزې سره برابره ده.

په اعلامیه کې راغلي   چې نوې پوستې په عصري پوځي تجهیزاتو سمبالې دي. له افغانستان څخه دراولاړېدونکو ګواښونو په اړه دانديښنې څرګندول دمنځنۍ ِآسيا دهېوادونو ګډ دريځ دى، چې د افغانستان د اسلامي امارت له لوري په پرله پسې ډول ردېږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *