اخبارگزارش

کابل کې 20 ټنه خوراکي توکي او درمل وسوځول شول

انیس:  د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې په کابل کې له شرکتونو او پلورنځیو څخه راټول کړي بې کیفیته او تاریخ تېري ۲۰ ټنه خوارکي توکي له منځه یوړل.

په ټولو شویو بې کیفیته توکو کې ډول ډول د څښاک توکي، د ماشومانو بیسکوټ، پاپړ او د اوبو په ګډون نور خوراکي توکي شامل و.

د خوړو او درملو ادارې د خوړو خونديتوب لوی رئیس ډاکټر نعیم الله ایوبي څرګنده کړه، چې په یاده اداره کې د کیفیت د تضمین او څار ریاست مسئولین د خپل چک لیسټ سره سم، د بازار لوی او واړه پلورنځي ګوري او هغه توکي چې وخت یې ختم وي او یا هم خوندي نه وي، ټولوي او له منځه وړي.

ښاغلي ایوبي د دغو توکو د لمنځه وړو پر مهال رسنیو ته وویل، چې په روان کال کې یې په کابل او ولایتونو کې شاوخوا ۵۴ ټنه هغه توکي

راټول کړي، چې تاریخ یې تېر دی، خوندي نه و او یا هم بې کیفیته و، چې ۲۰ ټنه یې یوازې په کابل کې راټول شوي دي.

هغه دغه راز زیاته کړه، چې خلکو ته د خوندي او سالمو توکو د رسېدو په موخه هېواد ته واردېدونکي توکي، مخکې له دې چې بازار ته ورسي، د فزیکي او لابرتواري چک په واسطه معاینه کوي.

هغه وویل: «هغه غذایي توکي چې افغانستان ته واردېږي، په ټولو ګمرکاتو کسان شته، چې فزیکي او لابرتواري معاینه یې کوي او د کیفیت له تضمین کېدو وروسته مارکیټ یا بازار ته د عرضه کېدو اجازه ورکوي».

ډاکټر نعیم له ټولو سوداګرو څخه وغوښتل، چې له دې وروسته دې هغه خوراکي توکي نه را واردوي، چې تاریخ یې شپږ میاشتې او یا له دې ټیټ وی.

د هغه په وینا، په کور دننه د خوراکي توکو تولیدي کارخونې هم د دوی د څار لاندې دي او خوراکي توکي وړاندې له دې چې د مصرفوونکو لاسو ته ورسي، د خوړو ادارې مشخص ټیم له لوري معاینه کېږي او په هغه صورت کې بازار ته د راوتلو او خرڅلاو اجازه ورکوي، چې ټیسټ یې مثبت وي.

ده وویل، په نړیوال بازار کې د افغاني تولیداتو د باور ساتلو لپاره، هغه کارخونې چې بهرنیو هېوادونو ته د لېږد لپاره تولید شوي توکي هم د دوی لخوا کتل کېږي او د مثبتې ارزیابۍ وروسته سوداګرو ته اکسپورټ هلت سارټیفیکیټ ورکوي او په خبره یې، «چې زمونږ هېوادوالو او تجارانو لپاره یې لویه اسانتیا برابر کړې او خارج ته تلونکو مالونو لپاره ښه بازار یابي کېږي».

د معلوماتو له مخې، اوس مهال اکثره بهرنیو لکه خلیجي هېوادونو، عربي امارت، سعودي عربستان، مسکو او ان ځینې اروپايي هېوادونو ته هم افغاني توکي صادرېږي.

په دې اړه، چې بازار ته د بې کیفیته او غیر خوندي توکو د راوتلو اندېښنه له بیښه ختمدی شی او که نه؟ د خوړو خوندیتوب رئیس ډاکټر نعیم وویل، دوی ډېر هغه ځایونه په نښه کړي، چې بې کیفیته توکوي تولیدوي او یا په تاریخ تېرو خوراکي توکو تاریخ نوی کوي «چې له پلان سر سم یې پر وړاندې اقدام کېږي» او د دې کار لپاره مرکز او ولایتونو کې د خوړو او درملو ریاستونه او امریتونه په دنده بوخت دي.

د یادولو وړ ده، چې دغې ادارې په وړم ۱۴۰۱ کال کې ۱۶ سوه ټنه او په تېر ۱۴۰۲ کال کې په مرکز او ولایتونو کې دغسې ډول ډول بې کیفیته او غیر خوندي خوراکي توکي راټول او له منځه وړي دي.

نذیر منیب

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *