جهان

پنتاګون: ډاګیز شوي اسناد ملي امنیت ته زیان رسوي

د امریکا دفاع وزارت (پنتاګون) او ددغه هېواد څارګر سازمانونه سره په ګډه د اوکرایین د جګړې په اړه د لسګونه محرمو اسنادو ډاګیزېدو د څرنګوالي په اړه پر څېړنې بوخت دي.

د امریکا دفاع وزارت (پنتاګون) او ددغه هېواد څارګر سازمانونه سره په ګډه د اوکرایین د جګړې په اړه د لسګونه محرمو اسنادو ډاګیزېدو د څرنګوالي په اړه پر څېړنې بوخت دي. د پنتاګون ویاند کرېس میګر ویلي «ددغو اسنادو افشا کېدل د امریکا ملي امنیت ته «ډېر جدي خطر» دی او د ناسمو معلوماتو له خپرېدو سره مرسته کولی شي». میګر زیاتوي: «موږ لا هم ددغو اسنادو د ډاګیزېدو د څرنګوالي او عامېدو په باب څېړنه کوو». په ډاګیزه شويو اسنادو کې د اوکرایین د جګړې او د امریکا د پوځي ملګرو او چین په اړه د امریکا پوځي معلومات هم شته.دغه اسناد لومړی ځل په تېره مارچ میاشت کې د پیغام رسولو خدمتونو ډسیسکورډ،‌۴چن او ټیلیګرام کې خپاره شول.لا روښانه نه ده چې چا ددغو اسنادو عکس اخیستی او خپاره کړي یې دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *