افغانستان

وزارت اقتصاد: هڅه کوو چې د پاکستان اقتصادي ناورین افغانستان اغېزمن نه کړي

د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظری په پاکستان کې اقتصادی بحران ته په اشارې سره وایي په سیمه کې هر ډول سیاسی، اقتصادی او امنیتی کړکیچ د افغانستان په سیاسی او اقتصادی حالت منفی اغیزې لرلی شی، خو حکومت هڅه کوي، چې افغانستان د پاکستان له اقتصادي ناورین څخه اغېزمن نه شي.

نوموړي په دې اړه له زیاتو جزیاتو پرته وېیلي، چې د دغه زیان د مخنیوي لپاره پر پلان جوړولو بوخت دي.

په همدې حال کې یو شمېر اقتصادي کارپوهان وايي، چې په پاکستان کې د مالي بحران او اقتصادي ننګونو زیاتوالی به د افغانستان پر اقتصاد منفي اغېز وکړي.

د اقتصادي چارو کارپوه بصیر ترکي وايي: “که پاکستان  د پیسو له نړیوال صندوق څخه پور واخلي، د سود د ورکړې توان نه لري.”

د هغه په وینا، همدا اوس دوی په یوه نازک حالت کې دي او دا به خامخا پر افغانستان اغیز وکړي.

په پاکستان کې یو شمېر کارپوهان هم وايي چې د پیسو له نړیوال صندوق څخه د پاکستان د پور غوښتنه کومه مثبته نتیجه نه لري.

د راپورونو له مخې، په پاکستان کې د اقتصادي کړکېچ له امله د امریکايي ډالر پر وړاندې د پاکستاني روپۍ ارزښت په بې ساري ډول راښکته شوی او په دغه هېواد کې د توکو بیې هم د پام وړ لوړې شوې دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *