د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د سر درې، دولت او امني کلیو تر منځ د روژې په ۲۶ مه نېټه د ځمکو پر سر راپېښه شوې شخړه، چې له امله یې یو تن وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي وو، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري په مشرۍ د یوه اصلاحي هیئت په منځکړیتوب حل شوه. دغه هیئت چې د یادې ولسوالۍ ولسوال سید نوراغا راحت، امنیه قومندان نورالله صدیقي، ۶ تنه ځایي علماء او لس تنه قومي سپین
ږیري پکې مصلحین ټاکل شوي وو، د موضوع په اړه یې پوره تحقیق او څېړنه وکړه، وروسته له پوره پلټنې یې د دواړو لوریو ترمنځ عادلانه پرېکړه وکړه چې دواړه لوري یې په منلو راضي شول او یو بل ته یې د پخلاینې غېږه ورکړه.