اجتماعیمقالات

اختطاف یا انسان‌تښتونه ستر جنایت دی

دا یو څرګند واقعیت او ښکاره خبره ده چې اختطاف یا انسان تښتونه  په اصل کې یو ناروا، غیر اخلاقي غیر انساني، غیر اسلامي، نه بښوونکی عمل او یو ستر جنایت دي، خو سره له دې هم زموږ په هېواد کې د یو شمېر خودغرضه کړیو له خوا د ماشومانو، تنکیو ځلمیانو، نجونو، ملي تجارانو او… د تښتولو ناوړه عمل ترسره کېږي او هم یو شمېر ماشومان له اختطاف څخه وروسته د ځینو ناوړه اغراضو په موخه بهرنیو ملکونوته د قاچاقچیانو له خوا لیږدول کېږي، چې دا ډول پیښوهم واقعاً د خلکو اندیښنې راپارولې دي، خو دې ټکي ته مو هم باید پام وي چې د اسلامي امارت دامنیتي ارگانونو چارواکي او اړوند موظفین لاس ترزنې ناست نه دي، بلکې شپه او ورځ ویښ او په پرله پسې ډول په دې هڅه او هاند کې دي، چې په هېواد کې د هر ډول جرم او جنایت مخه ونیسي او عاملین یې د خپل ناوړه عمل د سزا په خاطر عدلي او قضایي ارگانونو ته ور وپېژني. البته د اختطاف کوونکو ډلو له منګولو څخه د ژغورلو په لړکې په دې وروستیو کې د بلخ ولایت د امنیې قوماندانۍ ځواکونو د مزارشریف ښار په ۶ مه امنیتي حوزه کې د فــواد اکبرزاده په نوم یوملي سوداګر د ۲ ساعتونو له تېرېدو وروسته د انسان تښــتوونکو له منګولو څخه ژغورلې او خپلې کورنۍ ته یې سپارلي دی.

د بلخ امنیتي مسوولینو له قوله ویل شوي، چې انسان تښــتوونکو دغه ملي سوداګر له کور څخه یې تښتولی ؤ چې د لارې په اوږدو کې د دوی موټر د امنیتي ځواکونو د ګزمې له موټر ســره ټکر وکړ او له وېرې یې دغه ســوداګر پرې ایښی او د امنیتي ځواکونو له لوري روغ رمټ کورنۍ ته یې سپارل شــوی دی.

هېره دې نه وي چې د هیواد امنیتي ځواکونو ټولو خلکو ته ډاډ ورکړی، چې شپه او ورځ د خپل ولس ته خدمت کوي او نه پرېږدي چې د هېواد دښمنان د امنیت په برخه کې ستونزې رامنځته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې دهېواد په یو شمېر سیمو کې د غلاوو او انسان تښتونو پېښې ترسره شوي او خلک یې هم اندیښمن کړي دي، خو د اسلامي امارت امنیتي موظفین بیا تل ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به هغه ډلې او افراد ونیسي چې په غلاوو او یا نورو ورانکاره پېښو کې لاس لري، په دې هیله چې امنیتی ځواکونه په پوره ویښتیا، زړه ورتیا او میړانې سره په خپلو ژمنو عمل وکړي ترهغه چې په پایله کې په ټوله کې د هېواد په کچه مجرمینوته د هيڅ ډول ناوړه عمل د ترسره کولو وخت، امکانات او مجال په لاس ورنشي.

د یادونې وړده، ددې له پاره چې د اسلامي امارت امنیتي موظفین تل د مجرمینو په نیولو کې برلاسي وي باید د هېواد په گوټ  گوټ کې قانون ماتوونکو ته د هېڅ راز ناوړه کړنو او جنایاتو د ترسره کولو مجال ورنه کړای شي، یعنې  دفعالو کشفي او استخباراتي تدابیرو په ترڅ کې، ددوئ هر ډول ناوړه موخې په ریښه کې باید شنډ کړای شي، بنأً خلک هم تل همدا غوښتنه اوهیله لري، چې که چیرې دغه انسان تښتوونکي او قاچاقبران د اړوندو امنیتي موظفینو له خوا نیول کېږي، نو د دوئ پروړاندې باید له هیڅ راز زړه سوي او ترحم څخه کار وانه خیستل شي، بلکې د هېواد د عدلي او قضایي ارگانونو له خوا دې سخته سزا ورکړای شي ترڅو نوروته د عبرت درس وگرځي، همداراز د انسان تښتونې او قاچاق د سترو جنایاتو د مخنیوي لپاره د امنیتي موظفینو ترڅنگ ټولو هېوادوالو ته هم لازمه ده چې د خپلو ماشومانو او تنکیو ځلمیانو کلکه څارنه وکړي او که چېرې شکمن کسان په خپلو اړوندو ساحو کې ویني نو باید اړوند امنیتي موظفین  پرې خبر کړي، دا واقعاً ډېره اړینه او ضروري ده، چې باید د خلکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ هراړخیزه همکاري او همغږي تامین او لاپیاوړې شي ترڅو په دې توگه هېڅ مخرب، خاین او قانون ماتوونکی د قانون له منگولو څخه ونه ژغورل شي، او په دې ډول قدرمنو هېوادوالو ته د هوسا ژوندانه د پرمخ بیولو لپاره د بشپړ مصؤنیت فضا هم برابره شي، پردې بنسټ ډېره اړینه ده چې د اسلامي امارت امنیتي ارگانونه باید په نه ستړي کېدونکو هلوځلو سره مجرمین، انسان تښتوونکي او دټولنې دعامه نظم اخلالوونکي ونیسي او د خپل ناوړه عمل په سزا یې ورسوي، ترهغو چې په ټولنه کې د قانون په تطبیق سره د هر راز جرم او جنایت مخه په کلکه توګه ونیول شي او هېوادوالو ته دهوسا ژوندانه په موخه له هره پلوه د بشپړ مصئونیت فضا مساعده شي او په دې توګه په ټوله کې د هېواد په کچه د جرم او جنایت ټغر ټول او پرځای یې په تلپاتې ډول ډاډمن نظم او ثبات قایم او دایم شي.

شاه محمود درویش

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *