افغانستان

د خوړو او درملو ملي ادارې یو شمېر نوي رئیسان معرفي شول

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې د رهبرۍ په هځو او د یادې ادارې اړتیاوو ته په کتو د تشکیل  په زیاتیدو سره یو شمېر نوي رئیسان چې مخکې یې بستونه خالي ول معرفي کړل.

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې د رهبرۍ په هځو او د یادې ادارې اړتیاوو ته په کتو د تشکیل  په زیاتیدو سره یو شمېر نوي رئیسان چې مخکې یې بستونه خالي ول معرفي کړل.

دغه کسان چې د افغانستان اسلامي امارت د ریس الوزار‌‌‌ء د فرمان له مخې معرفي شول ، محترم مفتي جلیل الرحمن د پلان او تقنین رئیس په توګه، مومن فدايي د څارنې او پلټنې رئیس په توګه، مولوي عبدالجلیل د دداخلي تفتیش رئیس په توګه او ډاکټر احسان الله د ثبت او جواز د رئیس په توګه معرفي شول.

ددغو کسانو د معرفي کیدو پر مهال د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر وویل، چې ټول معرفي شوي کسان اهل کسان دي او د وړتیا او لیاقت له مخې ټاکل شوي او یادو دندو ظرفیت لري هغه زیاته کړه  چې دنده امتیاز نه بلکي یو ستر مسؤولیت ده او په اخرت کې به له هر یو څخه د خپل مسؤولیت اړوند پوښتنه کیږي او نویو رئیسانو څخه یې وغوښتل چې خپل کارونه په منظم ډول ترسره کړي او بې غوري پکې ونکړي.

عبدالباري عمر د امير په اطاعات او د کار په ښه ترسره کولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې هغه نظام مخته نه ځې چېرته چې د امير اطاعات او د کار په سم ډول ترسره کول شتون ونه لري. په پای کې عبدالباري عمر هغوی ته د خدای ج نه په چارو کې د بریا او کامیابۍ غوښتنه وکړه.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *