افغانستان
د هېواد په ۴ ولایتونو کې زرګونو اړمنو کورنیو مرسته ترلاسه کړه
په میدان وردګو، پکتیکا، غور او پکتیا ولایتونو کې له ۵ زره ۶۲۴ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د میدان وردګ ولایت په مرکز میدان ښار کې د کډوالو نړیوال سازمان له لوري پر ۸۱۱ کورنیو د ساري ناروغیو د مخنیوي کېټونه ووېشل شول.
ورته مهال د پکتیکا په مټاخان ولسوالۍ کې پر ۲ زره ۵۹۹ اړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول، چې هرې کورنۍ سره ۷۵ کیلو اوړه، 7 لېټره غوړي، 10 کیلو دال، ۳کیلو وچ مواد،او یو شمېر نور خوراکي توکي ورکړل شول.
همدارنګه په غور کې له ۱۵ کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکې توکو مرسته وشوه.
همداراز په پکتیا کې د خوړو نړیوال پروګرام په مالي ملاتړ د دې ولايت په ډنډې پټان ولسوالۍ کې پر ۲ زره ۱۹۹ اړمنو کورنيو نغدې پيسې ووېشل شوې، چې پر هرې کورنۍ ۴۳۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.