اخبار

خوست ۲۰ کیلومتره سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د خوست له سپېرې ولسوالۍ څخه تر پکتیکا پورې ۲۰ کیلومتره سړک د ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او پرون د خوست د والي ملا بسم الله عبدالله او یو شمېر نورو ادارو د رئیسانو او مسئولینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

خوست والي ملا بسم الله عبدالله وویل ، چې دغه سړک د ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت په خام ډول رغول شوی او مېشتو ولسونو ته ډاډ یې ورکړ چې په راتلونکي کې به یاد سړک په اساسي توګه ورغول شي.

نوموړي د قومي مخورو، دیني عالمانو او ځوانانو څخه وغوښتل، چې په ټولنه کې د شته بدبختیو د له منځه وړلو په موخه خپل اسلامي او انساني مسئولیت ادا کړي، خپل منځيني یووالی وساتي او شته ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

ورته مهال د سیمې اوسېدونکو په خپلو خبرو کې د یاد سړک د رغونې له امله د اسلامي امارت د مشرانو او د خوست له والي څخه مننه وکړه، چې یادې ستونزې ته یې رسېدنه وکړه.

دوی وویل چې د خوست او پکتیکا ځدراڼ مېشت ولسونه نږدې اړیکي لري او د یادې لارې رغول به د مېشتو ولسونو تر منځ د اړیکو په لا پراختیا او ټینګښت کې مهم رول ولوبوي.

 

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *