اجتماعی

علما دې د هېواد په ابادي کې برخه واخلي

پسرلی په رانږدې کېدو کې دی ، دا د   الله ج هغه ډالۍ ده چې د کال په اوږدو کې یې یو ځل موږ ته را کوي،دا نو هغه موسم دی چې په کې زرغونېدل،شنه کېدل ، د اسمان تنېدل ،د وارې وېلې کېدل ، د باران اورېدل ،د مرغانو راتلل ، د ژوو پنځېدل او نور دي يا په لنډو کې د ژوند بیا ځلې پېلېدل دي.

لیکنه، حبیب الرحمن رحیمي

پسرلی په رانږدې کېدو کې دی ، دا د   الله ج هغه ډالۍ ده چې د کال په اوږدو کې یې یو ځل موږ ته را کوي،دا نو هغه موسم دی چې په کې زرغونېدل،شنه کېدل ، د اسمان تنېدل ،د وارې وېلې کېدل ، د باران اورېدل ،د مرغانو راتلل ، د ژوو پنځېدل او نور دي يا په لنډو کې د ژوند بیا ځلې پېلېدل دي.

دا ښه موقع ده چې ستړي ککړ له اوږدې دمې وروسته د کرنې کار پیلوي ځکه دا وخت ذولجلال ج ځمکې او هوا ته دا ځواک ورکوي چې هر ډول بوټي او ونې راشنې کړي نو له همدې امله باید له د څلیز څخه د ځان ،ټولنې او هېواد لپاره ګټه واخلو .

د همدې ګټورو کړو څخه یو هم د ونو یا نیالګیو کرل دي ، همدغه کار د نبوي ص د احاديثو له مخې دا کار صدقه جاریه بلل شوی دی، ځکه همدا ونې دي چې د هوا په پاک ساتلو کې د طبعي فلتر په توګه له موږ سره مرسته کوي ، د څېړنو له مخې يوه برابره ونه شپاړسو کسانو ته پاکه هوا یا اکسیجن برابروي،له مېوې او سيوري ور هاخوا د طبعي پېښو په کمښت کې هم اغېزمن رول  لوبوي، د بېلګې په توګه د سېلابونو د تخریب مخه نیسي، د ځمکې لاندې اوبو د تقوېې لامل کېږي ،د هېواد په اقتصادي ودې سربېره يو ښه طبعي میراث راتلونکو نسلونو ته پاتې کېږي او یو شمېر نورې ګټې لري.

دا چې د خواږه هېواد په يو شمېر برخو کې د نیالګیو اېښودلو وخت رارسېدلی دی مه پرېږدئ چې دا زرينه موکه له لاسه ورکړو، نو له همدې امله د هېواد په علماوو، ملاامامانو ،متنفذینو او نورو غږ کوو چې د ونو په کرلو ،اوبه کولو او ساتلو کې له موږ  سره مرسته  وکړي ،د اسلامي لارښوونو سره په سمون د دې ډول صدقات جاریه په اړوند خپل مسئولیت ادا کړي او خپل غږ د مسجد ،منبر او خطبو له لارې له اولس سره شریک کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *