افغانستان

مهاجر فراهي: د هېواد تاریخي آبدې او لرغونې  سیمې ملي شتمني ده

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي غزني ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له یو شمېر تاریخي آبدو او لرغونو سیمو څخه لیدنه وکړه.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي غزني ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له یو شمېر تاریخي آبدو او لرغونو سیمو څخه لیدنه وکړه.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي په غزني کې له حکیم سنائي او بهلول دانا مقبرو د غزنویالانو له تاریخي  منارونو، بالاحصار او نظامي موزیم څخه لیدنه وکړه، د تاریخي آبدو او لرغونو سیمو په ښې ساتني او پالني یې ټینګار وکړ.

فراهي د هېواد تاریخي آبدې او لرغونې سیمې معنوي ارزښت، تاریخي هویت او د افغانستان ملي شتمني وبللې او ساتنه یې د ټول ملت دنده وبلله.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو مرستیال مولوي مهاجر فراهي غزني ته د خپل سفر په لړ کې، ګرځندویي د نړۍ په کچه د عوایدو له ښو سرچینو څخه یاد کړ او زیاته یې کړه چې اړتیا ده تر څو د هېواد له تاریخي او سیلاني سیمو څخه مؤثره ګټه واخیستل شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *