افغانستان

ماليې وزارت د ۱۴۰۳ مالي کال لپاره د بودجوي واحدونو ۶۶ پراختیايي پروژې تائید کړې

د ماليې وزارت له لوري، د ۱۴۰۳ مالي کال لپاره د بودجوي واحدونو ۶۶ پراختیايي پروژې تائید شوې دي.

د ماليې وزارت له لوري، د ۱۴۰۳ مالي کال لپاره د بودجوي واحدونو ۶۶ پراختیايي پروژې تائید شوې دي.

په هغې خبرپاڼه کې چې نن دغه وزارت خپره کړې ده؛ ویل شوي دي: د مالیې وزارت د پالیسۍ معينيـت اړونـد د عامـه پانګونې د مديريت رياست، د اسلامي امارت لـه اقتصادي لومړيتوبونو سره سم؛ د بودجـوي واحدونو د پراختيايي پروژو د مالي او اقتصادي تحليـل او هر اړخيزې ارزونې مسئوليت لري او دغه ریاست د راتلونکي مالي کال لپاره د بودجـوي واحدونـو ټـولې مهمې پراختيايـي پـروژې لـه پانګونې وړاندې د پروژو د ارزونې کمېټې (پي.اي.سي) له لارې د پراختيايي لومړيتوبونو سره سم ټاكي او لومړیتـوب وركوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد ریاست د راتلونکي (١٤٠٣) مـالي کال لپـاره لـه بودجـوي واحدونـو څـخـه ۲۱۶ پراختيايي پروژې ترلاسه کړې چې د پروژو د ارزوني کمېټې لـه لـوري پراختيايي لومړيتوبونـو تـه پـه کتـو، لـه دغو پـروژو څـخـه ۶۶ پراختيايي پروژې د ملي بودجـې پـه سـنـد کې د شمولیت پـه موخه تائيد شوې دي.

ویل شوي چې تائيـد شوې پروژې، له ملي اقتصادي او پراختيايي لومړيتوبونـو سره سـم دي چې د مـلي عوايـدو او کاري فرصتونـو د زياتوالي، د ملي اقتصاد د پياوړتيا او مـلي بودجـې پـه ښـه تمويـل كـي مهـم رول لوبوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *