افغانستان

په ننګرهار کې تېر کال ۱۵ نوي ښوونځي او ۳ روغتونونه جوړ شوي دي

د ننګرهار په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې ملت ته د حساب ورکونې په موخه جوړ شوي کنفرانس کې د عامې روغتیا او پوهنې ریاست مسئولینو وویل، چې تېر کال یې په دغه ولایت کې په بېلابېلو ولسوالیو او سیمو کې ۱۵ ښوونځي او ۳ روغتونونه جوړ کړي دي. په دغه کنفرانس کې پوهنې د مفتي حبیب حضرت حقاني وویل، چې په يو شمېر ولسواليو کې ۱۵ ښوونځي په اساسي ډول نوي جوړ شوي او ګڼ شمېر ښوونځي بیا رغول شوي دي.

د ننګرهار په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې ملت ته د حساب ورکونې په موخه جوړ شوي کنفرانس کې د عامې روغتیا او پوهنې ریاست مسئولینو وویل، چې تېر کال یې په دغه ولایت کې په بېلابېلو ولسوالیو او سیمو کې ۱۵ ښوونځي او ۳ روغتونونه جوړ کړي دي. په دغه کنفرانس کې پوهنې د مفتي حبیب حضرت حقاني وویل، چې په يو شمېر ولسواليو کې ۱۵ ښوونځي په اساسي ډول نوي جوړ شوي او ګڼ شمېر ښوونځي بیا رغول شوي دي.

مفتي حقاني زیاته کړه، چې په دې ولايت کې د استادانو د کمښت نږدې ۹۵ سلنه پوره شوې ده.

نوموړي وويل، چې اوس په ټول ننګرهار کې ۱۰۹۰ ښوونځي شتون لري، چې له دې جملې څخه يې ۲۹۶ لېسې ۱۲۸ متوسطې او ۳۷۱ بابه لومړني ښوونځي دي.

د هغه په خبره، د دولتي ښوونځيو تر څنګ ۲۹۵ بابه خصوصي ښوونځي هم په دې ولايت کې فعاليت لري.

مفتي حقاني زیاته کړه، چې په دغه ولایت کې ۸۰۰ زره زده کوونکي، چې په کې ۳۰۰ زره ښځينه زده کوونکې په زده کړو بوختې دي.

په  ورته وخت کې د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمد رحیم قلندري وویل، چې د عامې روغتيا ریاست د اسلامي امارت په راتګ سره په دې ولايت کې خلکو ته ټولې لومړنۍ روغتيايي اسانتياوې برابرې کړي، چې د ده په وينا اوسمهال په دې ولايت کې ۲۷۳ روغتونونه، روغتيايي مرکزونه، کلينيکونه او ګرځنده روغتيايي ټيمونه شتون لري، چې خلکو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي

ډاکټر قلندري زیاته کړه، چې  اوسمهال د دغه ولایت په سيمه یيز روغتون کې ۶۷۰ بستره لري، چې په کې شاوخوا ۱۲۰۰ ناروغان بستر دي او د دې تر څنګ په ملي روغتون کې ۶۰ بستره، په ولايتي روغتون کې ۱۲۰، کرونا روغتون کې ۵۰ او د ننګرهار پوهنتون تدريسي روغتون کې ۳۰۰ بستره شتون لري.

نوموړي وویل، چې په تېر يو کال کې په دغه ولایت کې ۳ روغتيايي مرکزونه نوي په اساسي ډول جوړ شوي دي.

هغه وویل، د خصوصي سکتور د څېړنې په ترڅ کې مو ۵ ټنه بې کیفیته او تاریخ تېره او غیر راجستر درمل راټول کړي او ژر به د خلکو پر وړاندې له مینځه یوړل شي.

ډاکټر قلندري زیاته کړه چې د ملریا او ډینګي ماشي د مخنیوي په موخه په څوارلسو ولسوالیو کې مو ۱ میلیون، ۱۳۰ زرو او ۳۳ پشخانې وېشلي او دغه راز په تېر ۲۰۲۲ کال په لسو دورو کې د پولیو واکسین د تطبیق کمپاینونه ترسره شوي، چې په ترڅ کې یې ۹ میلیونه ماشومان واکسین شوي دي.

هغه وویل، چې تېر کال کې د کرونا واکسین کمپاین په ترڅ کې ۴۵۰ زره هېوادوالو ته د کرونا واکسین تطبیق شوی او په تېرو څو میاشتو کې ۲ زره ۱۱۹ په نشه یي توکو د روږدو کسانو درملنه هم شوې ده.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *