گزارش

د هېواد له پنځو سیندیزو حوزو څخه د وروستۍ واورې ارقام راټول شول

د اوبو او انرژي وزارت د واورې سنجولو سټیشنونو مسؤلینو د هېواد له پنځو سیندیزو حوزو څخه د وروستۍ واورې ارقام راټول کړل.د هېواد په پنځو سیندیزو حوزه کې د واورې سنجولو سټیشنونو څخه د راټول شوو معلوماتو پر بنسټ، تر ټولو ډېره واوره په نورستان ولایت کې د ۱۵۰سانتي متره په لوړوالي او تر ټولو لږه واوره د شمال سیندیزې حوزې د ژوندون په دره کې د ۲ سانتي متره په لوړوالي اورېدلې ده.

د واورې سنجولو سټيشنونو څخه د راټول شوو معلومات پر بنسټ، تر ټولو ډېره واوره د نورستان ولایت په پارون او وایګل ولسوالي کې له ۵۰- ۱۰۰ سانتي متره پورې او په لوړه ارتفاعاتو کې تر ۱۵۰ سانتي متره پورې رسيږي. همدارنګه په بدخشان ولایت کې له ۴۵- ۸۰ سانتي متره پورې او په لوړه ارتفاعاتو کې تر ۸۰ سانتي متره پورې، په شمالي اوسهیلي سالنګ کې له ۴۰- ۸۰ سانتي متره پورې او د کابل ولایت په پغمان او شکردرې سیمو کې له ۳۵- ۴۰ سانتي متره او په لوړه ارتفاعاتو کې تر ۸۰ سانتي متره پورې رسیږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *