جهان

د «جی۷» اعلامیه: ایران دې روسیې ته د وسلو استول بند کړي

د جي۷ غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې په پای ټینګار وکړ چې ایران دې اټومي وسلو ته لاسرسی ونه ومومي.

د جي۷ غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې په پای ټینګار وکړ چې ایران دې اټومي وسلو ته لاسرسی ونه ومومي. دوی همداراز له دغه هېواده وغوښتل چې روسیې ته د وسلو له لېږدولو ډډه وکړي. د جاپان د بهرنیو چارو وزير د دې غونډې وروستۍ اعلامیه خپره کړه. دغه وزیر یوشیماسا هایاشی له خپل ایراني سیال امیر عبداللهیان سره د تېرې اوونۍ ټیلیفوني خبرو ته په اشارې سره ووېیل: د دې دواړو موضوګانو په اړه ډیپلوماټیکي هڅې روانې دي. هغه اعلام وکړ چې ایران ته د اټومي انرژۍ د نړیوالي ادارې (IAEA) د عمومي مشر رافیل ګروسي د سفر په لړ کې د موافقې د بشپړ او غیر مشروط اجرا په ګډون د تاوتریخوالي د کمولو له پاره د ایران لازم اقدامات په کار دی. جاپان سږکال د جي۷ هېوادونو د غونډې مشري پر غاړه لرله. امريکا، جاپان، فرانسه، جرمني، بريتانيا، ايټاليا او کاناډا د جي۷ غړي دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *